د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د امریکا يي ګواښونو پرواه نه کوي


سرچینه : نړیوال مطبوعات

ژباړه: بشير ګواښ

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي چې پاکستان د امريکا د هغه ګواښونو پروا نه ده کړي چې ويلي يې وو پاکستان دې د ايران سره د ګیس پایپ لاین د غځولو تړون پر لاسليک کولو له سره غور وکړي کنه نو له بنديزونو لاندې به راشي.

بل خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې نه يوازې طالبانو د امريکايانو له خوا د قرانکريم د سوځولو له غلطۍ ګټه اخیستي بلکې د امريکا دننه پر ولسمشر باراک اوباما تنقيد کوونکو هم کوشش کړی چې پر پيښه د هغه د بخښنې غوښتنه خبره د ځان په ګټه وکاروي.

وال سټريټ جورنال ورځپاڼه ليکي چې پاکستان د ايران سره د ګيس پايپ لاين د غځولو د پروژې پر سره د امريکا له خوا د بنديزونو ګواښ ته پام نه دی کړی. امريکا د يونيم بيلينه ډالرو دا پروژه د خپلو هغو هڅو کمزوري کول ګڼي چې دوی یې د ايران د ايټمي پروګرام د کنټرولولو لپاره ترسره کوي.

د پاکستان د بهرنيوو چارو وزيرې حنا رباني کر د امريکا د بهرنيوو چارو د وزيرې هيلري کلنټن د دې ګواښ په ځواب کې چې که پاکستان د دې پایپ لاين تړون لاسليک کړي نو پابنديانې به پرې ولګوي، ويلي وو چې دا پروژه د پاکستان د ملي ګټو مطابق ده.

وال سټريت جورنال ورځپاڼې ليکلي د پاکستان دريځ د هندوستان په شان دی. د ورځپاڼې په وينا له امريکايي فشارونو سره سره هندوستان ويلي وو چې د ايران خامو تيلو ته د خپلې انرژۍ د اړتيا د پوره کولو لپاره ضرورت لري.

ورځپاڼه پوښتنه کوي چې آياداسې کيدای شي چې امريکا او پاکستان د يو بل سره په ښکاره سختې خو له پردې شاته په نرمه د ايران لپاره د بهرنيوو پيسو د مخنيوي لپاره خبرې وکړي؟ د ليکوال په وينا د امريکا په کانګرس کې د خبرو پر مهال د هيلري کلنټن له خبرو همداسې معلوميده. هغې وويل چې د ځينو ملکونو عملي ګامونه د هغوی له ورکړو بيانونو ښه دي.

بل خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي په افغانستان کې د قران کريم د سوځونې پيښې د عراق د ابوغريب د پيښې ياد تازه کړی. په مقاله کې راغلي که له يوې خوا طالبانو د امريکايانو له خوا د قران کريم د سوځونې غلطي په طبيعي توګه د ځان په ګټه وکاروله نو له بلې خوا په امريکا کې دننه د باراک اوباما ناقدينو او د افغانستان د جګړې سره مخالفت ښودونکو هم د نوموړي له معافي غوښتلو څخه د سیاسي ګټې پورته کولو هڅه وکړه. د ليکوال په وينا که پر دې پيښه د امريکايي ولسمشر باراک اوباما له خوا د بخښنې غوښتل د امريکايي پوځيانو په ګټه وي نو دا کومه بده خبره نه ده.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې راغلي چې له بلې خوا پر دغه پيښه په افغانستان کې غبرګونه هم ډير سخت وو او په تيره بيا د دوو امريکايي پوځيانو وژلو خو د ليکوال په وينا دا وښودله چې په دغه هيواد کې د زړونو ګټل يو ناممکن کار دی.

ليکوال وايي چې د افغانستان مسلې ته په کتو سره ويل کيدای شي چې که څه هم په دې هيواد کې د عراق د ۲۰۰۸ کال په شان حالات نه دي خو بيا هم داسې ښکاري چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې په کرار کرار افغان ځواکونو ته د امنيت چارې سپارل کيدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG