د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لر وبر پښتنو مېرمنو ګډې کلتوري هلې ځلې


لیکواله او شاعره پروین ملاله
لیکواله او شاعره پروین ملاله
حسیبه شهید – مشال راډیو

پراګ:- که څه هم په پښتنو سیمو کې نن سبا ټولنیزې او امنیتي ستونزې شته خو په خیبرپښتونخوا کې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ګډونوال وایي، هڅه کوي د پولې د دواړو غاړو پښتنومیرمنو ترمنځ ادبي او کلتوري فاصلې رالنډې کړي او ددې ترمنځ یو ډول همغږي رامنځ ته کړي چې دغه ډول د پښتنو میرمنو فرهنګي استعدادونه وده وکړي.

په خیبرپښتونخوا کې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ګډونوال وایی، هڅه کوي د پولې د دواړو غاړو پښتنومیرمنو ترمنځ ادبي او کلتوري فاصلې رالنډې کړي.

ددې کلتوري ادبي بهیر جوړونکې لیکوالې او شاعرې او په پیښور کې د افغان قونسلګري کلتوري اتشې پروین فیض زاده ملال وویل،دغه بهیر به په پښتنو سیمو کې د میرمنو پټې وړتیاوو او استعدادونو ته وده ورکړي.

په خیبر پښتونخوا کې چې دپښتو ادب یوه ستره حوزه ده، د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر سیمه ایزه څانګه د افغان قونسلګري د کلتوري څانګې لخوا جوړه شوې ده.
په پښتونخوا کې د میرمن بهیر پرانیستونکې غونډه د ۲۰۱۲ میلادي کال د فبروري په یوویشتمه نیټه د پیښور په نشتر هال کې جوړه شوه.
او لمړنې غونډه یی په افغان فرهنګې خوني کې د روانې مارچ میاشتې په لمړنې نیټه جوړه شوې وه چی پکې د پښتونخوا ګڼو ښځینه شاعرانو ، لیکوالانو او فرهنګپالانو ګډون کړې وو.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ددې غونډې له ګډون والو څخه یوه هم لیکواله او شاعره حسینه ګل تنها وه چې وایی دغه په سیمه کې دغه راز هلو ځلو او ادبي فعالیتونو ته سخته اړتیا ده.

په پښتونخوا کې به دمیرمن بهیر غونډې د هرې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه په خیبر پښتونخواکې د ټولو پښتنو میرمنو په ګډون جوړیږي. په غونډو کې به د کره کتنې او ادبیاتو پر درسونه سربیره آزاده مشاعره هم کیږي.

دا چې په پیښور کې به دغه راز غونډو ته په ځانګړې توګه د ښځو ادبي فعالیتونو ته د امنیت له اړخه څومره زمینه برابره وي ، حسینه ګل تنها وایی،په لنډ مهال وخت کې یو څه امنیتي او کلتوري خنډونه ددغه فعالیتونو مخې ته شته خو دا هیله لري چې ورو ورو به دا ستونزه اواره شي.

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر څانګې د افغانستان په ډیرو ولایتونو او له پیښور او کابله بهر په اروپا کې هم فعالیت لري. د میرمن کلتوري ، ټولنیز بهیر چارواکي وایي، په بلوچستان کې هم د میرمن بهیر د جوړیدو هڅې پیل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په دغه سیمه کې د افغان میرمنو په ګډون پرانیستل شي.
XS
SM
MD
LG