د لاسرسي ځای

ایا ډیموکراسي له اسلام سره په ټکر کې ده؟


د اسلام او ډیموکراسۍ له یو بل سره د اړیکو په اړه بحث نړیوال دی. په دې انځور کې تاسې په آذري ژبه لولئ: اسلام او ډیموکراسي

د اسلام او ډیموکراسۍ له یو بل سره د اړیکو په اړه بحث نړیوال دی. په دې انځور کې تاسې په آذري ژبه لولئ: اسلام او ډیموکراسي

پامیر ساحل، مشال راډیو

په تېره لیکنه کې مې د ډیموکراسۍ تعریف ورکړی وو. د دې لیکنې خلاصه دا وه چې ((ډیموکراسي یا ولسواکي یواځې او یواځې د ولس په رایې، د ولس په خوښه د نوي حکومت جوړول دي.))

تر دې لیکنې وروسته یو شمېر کسانو د مشال راډیو د فېسبوک پر پاڼې ځینې پوښتنې را پورته کړې. ځینو لیکلي، ډیموکراسي له اسلام سره په ټکر کې ده. ځینو لیکلي، ولسواکي باید د اسلام تر دایرې دننه وي.

نننۍ لیکنه په دې موضوع ده چې ایا ولسواکي له اسلام سره په ټکر کې ده؟

لومړی خو باید دا په مغزو کې وساتو چې ډیمو کراسي پرته له دې هیڅ شی نه دی چې خلک دې په خلاص مټ، په خپله خوښه، خپل مشران د ځان لپاره وټاکي چې حکومت وکړي.


په اسلام کې د یوې کورنۍ، د یوه کس، د یو څو کسانو د واکمنۍ اجازه نشته. دی وايي، په اسلام کې د هر څه مالک خدای دی، او خدای تل تر تله موجود دی.

دویم، له اسلام سره د ټکر د پوښتنې په ځواب کې د مصر په الازهر پوهنتون کې د اسلامي علومو د بېلا بېلو څانګو استادانو میاشتې مخکې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ویلي ول چې داسې نه ده.

یو بل کار پوه، او د اسلامي علومو د معاصر پېر عالم جاوېد احمد غامدي وايي، د قران د (شورا) په نوم په سورت کې ویل شوي:

((و أمرهم شوری بینهم))

جاوېد غامدي وايي، د مسلمانانو ټولنیز ژوند او حکومت باید د دې ایت په رڼا کې د دوی په رای ولاړ وي. نوموړی وايي، د شورا مانا مشوره کول دي او مشوره هغه کار دی چې له یو بل سره د خبرو کولو او رای او د خپل نظر ورکولو په اساس کېږي.

اوس د پوهانو په وینا، که چېرې د یوه هیواد نفوس یا ابادي ۵ یا ۱۰ میلونه وي، او په هغوی کې عاقله، بالغان دوه نیم یا ۵ میلیونه وي نو له دوی ټولو سره مشوره نشي کېدای چې دوی د حکومت جوړولو لپاره خبرې اترې وکړي.

نو د دې ستونزې د هواري لپاره بیا د انتخاباتو لار وټاکله شوه چې پر یوه پاڼه دې ولس د خپلې رایې اظهار وکړي.


د حکومت لپاره یو معین وخت ټاکل کېږی او په هغه وخت کې حکومتي ادارې کار کوي چې ټول کسان یې د اسلام له وینا سره سم، د رایو او مشورو په اساس ټاکل کېږي.

جاوېد غامدي وايي، په اسلام کې د یوې کورنۍ، د یوه کس، د یو څو کسانو د واکمنۍ اجازه نشته. دی وايي، په اسلام کې د هر څه مالک خدای دی، او خدای تل تر تله موجود دی.

جاوېد غامدي زیاتوي، خو د حکومت لپاره یو معین وخت ټاکل کېږی او په هغه وخت کې حکومتي ادارې کار کوي چې ټول کسان یې د اسلام له وینا سره سم، د رایو او مشورو په اساس ټاکل کېږي.

که د غامدي خبرو ته د تاریخ په تناظر کې ولیدل شي، نو د اسلام پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) چې کله له دې نړۍ لاړ، نو تر هغه وروسته حضرت ابو بکر صدیق، بیا حضرت عمر فاروق، بیا حضرت عثمان، او امیر معاویه، او بیا حضرت علي دا ټول د مسلمانانو د مشورو او سلا په نتیجه کې د اسلامي ټولنې حکومتي مشران ول چې ټولې فیصلې یې بیا هم د مشورو په اساس کولې.

دې ټولو خلفای راشدینو او امیر معاویه نه یواځې د خدای د حساب کتاب ادراک درلود، بلکې مسلمانې ټولنې او د خپل سلطنت د قاضي او عدالت مخې ته هم ترې حساب کتاب کېده او دا په ټولو اسلامي- تاریخي کتابونو کې راغلي چې هم حضرت عمر فاروق او هم حضرت علي دواړه، عدالت ورغوښتي ول او د قاضي مخې ته ولاړ ول.

نو په دې اساس ثابته شوه چې تر کومې د حکومت جوړولو معامله ده نو د ولس په رایې یا مشورې د حکومت جوړول جایز دي او اسلام په دې خبرې پخپله زور راوړی دی. نو ولسواکي له اسلام سره په ټکر کې نه ده.

په بله لیکنه کې به درته ووایو چې د اسلامي دایرې دننه د ډیمو کراسۍ یا ولسواکۍ مانا څه ده او دا کار څنګه کېدای شي؟

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG