د لاسرسي ځای

په ایران کې پارلماني ټاکنې روانې دي


په ايران کې د پارليماني ټاکنو لپاره نن رايي اچول کيږي. د ايران د شورا ۲۹۰ څوکو لپاره د ۳۴۰۰ کانديدانو ترمينځ مقابله ده. زياتره اصلاح خوښو له ټاکنو بايکاټ کړی دی. د ايران مذهبي مشر ايت الله علی خامینايي وړاندوینه کړې چې په لوی شمير کې به خلک رايې واچوي او د دوی په وينا دا به په غربی هيوادونو يو بل ګوزار وي.

د خامینايي پلويان په ولسمشر محمود احمدي نژاد تنقيد کوی چې د هيواد اقتصاد ښه کېدو کې ناکامه شوی دی.

په ايران کې شاوخوا اته څلوښت مليونه خلک د رايي اچولو جوګه دي. چارواکو په سرکاری راډيو او ټيليویژنو له لارې په خلکو غږ کړی چې رايي واچوي او دا يې مذهبي ذمه واري ګرځوليده،

دا لومړي ټاکنې دي چې د ۲۰۰۹ کال کې د احمدي نژاد د بيا ټاکل کيدو وروستو ترسره کيږي. اصلاح خوښو ويلي وو په هغه ټاکنو کې درغلۍ شوې وې.
XS
SM
MD
LG