د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان راته تر ټولو غوره هیواد دی. حنا رباني


پاکستان وايي چې افغانستان ورته تر ټولو غوره دی او غواړي چې ددغه هیواد د امن او ثبات په راوستو کي خپل کردار تر سره کړي.

دا خبره د زيارت په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر په اسلام آباد کي يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه. نوموړي زياته کړه چي افغانان سوله غواړي او پاکستان به له دوی سره په دې لړ کي هر ډول مرسته او ملاتړ کوي.

حنا کر زياته کړه چي افغانستان ته به يې خپلې مځکنی لارې د ناټو پر مخ تر هغه وخته تړلې وي چې تر څو د پارليماني کمېټۍ سپارښتنې نه وي راغلې خو د افغانستان د تاجرانو لپاره د ټرانزټ لاره خلاصه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG