د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې نن د سېنېټ نوي غړي ټاکل کېږي


نیازموساخېل - مشال راډيو

کوټه :- په پاکستان کې د سينټ ۴۵ څوکو لپاره نن رايې اچول کيږي. په مجموعي توګه د سينت ۵۴ څوکۍ خالي کېږي چې ورته ۹ امېدواران بې له مقابلي ټاکل شوي دي.

د اليکشن کميشن ترمخه به نن د ۴۵ څوکو لپاره د ۹۲ کانديدانو ترمينځ مقابله کيږي. د پاکستان څلور واړه صوبايي اسمبلو غړي به په دي ټاکنو کې رايي اچوي.

تر ټولو زیات سېنېټران د مسلیم لیګ قاف چې شمېره یې شل جوړېږي ریټاریږي.او اوس به تر ټولو زیات سېنېټران د واکمن پیپلزګوند راشي چې څه نا څه ۴۲ ته رسېږي.

داسې ادعا ګانې دې چې د پاکستان یو شمېر شتمن کسان د سېنېټ امېدواران دي چې د خپلو پیسو په زور د صوبايي اسمبلۍ غړي اخلي خو بل پلو په څلور واړه صوبايي اسمبلو کې دننه هم د ګڼو سیاسي ګوندونو ترمنځ په اصطلاح هارس ټرېډینګ روان دی چې د یوه بل ګوند پارلماني غړي په یوه بله پلمه ځان ته ورمات کړي چې یوه بېلګه یې د بلوچستان په اسمبلۍ کې لیدلای شو.د دغه صوبې د سمبلۍ غړي پیر عبدالقادر ګیلاني په ډاګه ویلي چې واکمن پیلپز ګوند د سېنېټ ووټ په بدل کې هغه ته خصوصي فنډ ورکوي.

په کوټه کې د یو خبري کنفرانس پر مهال د مسلیم لیګ ق پر ټکټ کامیاب شوي د صوبایي اسمبلۍ غړي پیر عبدالقادر ګیلاني منلې چې واکمن پیپلز ګوند ورته ۶۵ کروړه روپۍ فنډ ورکړی او په بدل کې به د سېنېټ ووټ د پیپلز ګوند امېدوار ته ورکوي.


نوموړې زیاته کړه: ((حکومت ما ته د ۶۵ کروړه روپیو فنډ راکړ چې زما په انتخابي حلقه کې به لګول کېږي او زه منم چې ما سودا کړېده. تاسو راته ووایاست، په سیاست کې سودا بازي کوم څوک نه کوي؟))

د سیمې یو اوسېدونکی نصیب الله وایي، یو څوک چې په پېسو خپل ووټونه خرڅوي، هغوی به قام ته څه خدمت وکړي: ((پر عوامي استازو له پخوا تورونه دی چې هغوی له سیاسته کاروبار جوړ کړی. نوکریانې په پېسو ورکوي. په پېسو پروژې منظوروي او په پېسو سنیټرانو ته ووټ ور کوي.دا خلک خو د غریب ولس یوازې وینه څښي، قام او سیمې ته به څه خدمت وکړي؟))

پیر عبدالقادر ګیلاني د ۲۰۰۸م کال په عامو ټول ټاکنو کې د مسلیم لیګ ق پر ټکټ له لسبېله څخه د صوبایي اسمبلۍ غړی وټاکل شو. له ۴ کالو راهیسې نوموړي په اسمبلۍ کې د واکمن پیپلز ګوند مخالفت کاوه او اوس د ده په خپلو ټکیو د ۶۵ کروړه فنډ (سوغات) له تر لاسه کولو وروسته، نوموړی پیپلز ګوند ته د مرستې لاس ورکوي.
XS
SM
MD
LG