د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند : " د هندوانو او نورو لږکیو ځورونې زیاتې شوې"


ظفرکریمي - مشال ریډیو - کراچۍ

په کراچۍ پریس کلب کې د پاکستان هندو کونسل مشرانو خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې مذهبي لږکي خوندي نه دي او په دې ورستیو کې د هندو او نورو لږکیو تښتونې، له څخه د کلنګ اخیستنې او د هندو مذهبه جینکو د تښتولو روستو په زوره له دین اړولو پېښې زیاتی شوي دي ـ

غونډې ته په وینا کې د پاکستان هندو کونسل مشر جیټانند کوهستاني وویل چې څو ورځې مخکې د سند صوبې د ګوټکي ضلعې د میرپور ماتیلي سیمې څخه د رنکل کنه په نوم یوه هندوه جینۍ تښتول شوې ده او هغه په زور مذهب بدلولو او په نکاح کولو مجبور کړل شوې ده ـ

دی وایي: (( دا یو سازش دی او ددې لپاره کېږي چې هندوان له پاکستانه لاړ شي ـ خو موږ دې ته تیار نه یو ـ موږ به د خپل حق لپاره اواز په هر فورم اوچتوو ـ دغه جینۍ عدالت کې بیان ورکړی و چې هغه تښتول شوې ده او هغه دمور او پلار سره اوسیدل غواړي ـ خو روستو په زور دهغې بیان بدل کړی شو ـ ))

د یادونۍ وړ ده چې په مبینه توګه تښتول شوې رینکل کنه یو سیمه ایز ټي چینل ته ویلي و چې هغه په خپله خوښه نکاح کړې او مسلمانه شوې ده ـ خو بلې خوا د مذهبي لږکیو مشران وایي د رینکل کنه څخه دغه بیان په زور اخیستل شوی دی ـ او که چرته نوموړې په خپله خوښه دغه هر څه کړې وې نو هندو مذهبه خلکو ته به په دې هیڅ اعتراض نه وې ـ په مبینه توګه د تښتول شوې جینې ماما راج کمار په دې اړه وایي ((هغه شپه یوه نیمه بجه د جیني ټلیفون راغلی وو او راته ویل یې ماما ما له دې ځایه بوځۍ ـ ما ورته ویل ته چرته یې هغې ویل ماته پته نشته چې چیرته یم ـ په هغه سهار جینۍ عدالت ته د وخت ته راوستل شوه او په سلګونو وسله وال کسان هم ورسره وو))

د راج کمار په خبره که څه ولسمشر اصف علي زرداري ددغه پېښې نوټس اخیستې دی خو اوس هم دهغه خورزه د سند صوبې له ګوټکي ضلعې د پیپلز ګوند په ټکټ قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوي تن میا میټو د زوی په ولکه کې ده ـ

بلخواپه پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي ډلې په خپله یوه اعلامیه کې په یاده پېښه تشویش څرګند کړی او ویلي یې دي چې رینکل کنه په زور خپل دین پریښودلو ته مجبوره کړل شوې ده ـ اعلامیه کې راغلي دي چې دا اول ځل نه دی چې دا ډول پېښه رامنځته شوې ده بلکې ددې مخکې هم د سند صوبې په بېلابیلو برخو او د پاکستان په یو شمیر سېمو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي ـ

د بشري حقونو کمیشن د پاکستان سترې محکمې له مشر قاضي څخه خواست کړی دی چې په یاده پېښه دې له خپلې مخې ګام یا سوموټو ایکشن واخلي ـ

یاده دې وي چې په یاده پېښه د صدر اصف علي زرداري د نوټس اخیستنې روستو د سند صوبې په اسمبلې کې هم په یاده موضوع بحث شوي و خو هندو مذهب سره تعلق لرونکی کسان وایي چې تراوسه داسې هیڅ ګامونه نه دي پورته کړل شوی چې هغوی ډاډ کړي.
XS
SM
MD
LG