د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند وايي د لښکرې طیبه یو ترهګر پلان یې ناکامه کړی


India -- A worker folds an Indian National Flag at Roopalee Textiles in Ahmedabad, 19Jan2010
India -- A worker folds an Indian National Flag at Roopalee Textiles in Ahmedabad, 19Jan2010
سرچینه : فرانس پریس خبري اژانس
ژباړه : فرخنده وزیر مشال راډیو


فرانس پریس خبري اژانس لیکي، د هند پولیسو یوه ترهګر منصوبه ناکامه کړې ده، او وایې دغه د پاکستان لخوا ترهګر ډلې لشکر طیبه تر سره کړې ده، اخوا پاکستان وایې، هند ورسره له په دې څه خبرې ندي کړي.


اې ایف پي خبري اژانس لیکي، د هند حکومت وایي په نوي ډیلي کې یې د ترهګرۍ یوه منصوبه ناکامه کړې، چې په اړه یې دوی وایې، دغه په پاکستان کې میشت ترهګر ډلې لشکر طیبه جوړه کړې وه.

د هند د داخله چارو وزیر چدم برم میډیا سره په خبرو کې وویل، پولیسو یې د دلي په یو مرکزي ریلوی سټیشن کې ایښودل شوي بارودي مواد ناکاره کړې دي، او په دې لړ کې یې دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.

چدم برم وایې ، دوی هڅه کوله چې د ګڼې ګوڼې په دغه ځای کې یوه او یا هم ډیرې بمي چاودنې وکړي، او زیاتوي د دغه دوو کسانو نه به اول تر لسو ورځو پورې پلټنې کیږي او وروستو به عدالت ته وړاندې کیږي، چدم برم دا هم وویل، په دې لړ کې یې نور مشکوک کسان هم نیولي دي، چې په اړه یې لا څه نشي ویلی.

لښکرې طیبه چې په پاکستان کې موجودیت لري، په دغه هیواد کې د اورپکو یوه مضبوطه ډله ګڼل کیږي، او پرې د هند د ممبې د ۲۰۰۸ م کال د ترهګر بریدونو تور هم دی، چې پکې یوسل شپیته کسان وژل شوې وو. او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر وایې، دا ځل دغې ډلې غوښتل په هند کې ترهګر پیښې تر سره کړي.

اې ایف پي لیکې نه د هند د داخله چارو وزارت او نه یې نورو امنیتي چارواکو دا ویلي ، چې دغه کسان یې څنګ ونیول.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، دوی ته هند په سرکاري توګه د دغه منصوبې او یا د چا د نیولو په اړه څه ندي ویلي.

خبري آژانس د یو پاکستاني چارواکي لخوا لیکي، چې وایې دوی د میډیا په رپوټونو لا څه نشي ویلي، او زیاتوی پاکستان د ترهګرۍ غندنه کوي، او زیاتوي د وسلوالو طالبانو او القاعده سره تړاو لرونکو اورپکو ډلو لخوا په بمي چاودنو او ځان مرګي بریدونو کې څه نا څه پنځه زره کسان وژل شوي دي، او د اورپکو خلاف په پوځي عملیاتو کې یې تر دریو زرو پورې پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دې.

د نوی ډلي یو پولیس چارواکي میډیا ته دا هم وویل، دوی د نیول شوو کسانو نه د بمونو جوړولو سامان، پاسپورټونه او د پیسو راویستو کارډونه هم تر لاسه کړي دي، او په اړه یې لا هم پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG