د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : ملي امنيت په لسګونه وسله وال نيولي



سید شا ه سقیم ـ مشال راډيو

د کندهار د ملي امنيت کار کوونکي وايي تېره اونۍ يې په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې د پلټنو پر مهال د دوو پاکستانيانو په ګډون نهه ويښت تنه د دولت مخالف وسله وال له چاودېدونکيو توکو او وسلو سره يو ځای نيولي دي.

د چارواکيو په خبره نيولو شويو کسانو په کندهار کې د سړک پر غاړو ميانونه خښول ، قومي مشران به يې وژل او کله کله به يې په کورنيو او بهرنيو ستېرو بريدونه هم کول .

د نيولو شويو کسانو له ډلې دوه تنو يې له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ومنله چې له تېرو ځو مياشتو را په دې خوا يې د دولت له مخالفو وسله والو سره راشه درشه درلوده او د هغوی په خوښه به يې نا امني جوړوله .

(( ما له يو طالب سره د ماين په لاره کي خښ کړ په دې وخت کې يو قومي مشر هم را روان وو، هغه چې د ماين ځاى ته راورسيد موږ انفجار ورکړ نور خبر شوي نه يو چې څومره تاوان به يي رسولى وي ))

(( موږ يو ځل په بهرنيانو بريد وکړ لس پېنځلس دقيقې وخت يې ونيو بيا بل ځاى بيا د بهرنيانو کاروان راغلى وو موږ بريد پرې وکړ وروسته د خاد کار کوونکيو له دريو توپکو او مرمۍ سره يو ځاى ونيولم .))

د محمد تقي په نامه يو تن نيول شوی کس بيا وايي چې کندهار ته د دولتي چارواکيو په وژلو پسې د پاکستان له کويټې څخه راغلى خو خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې ونيول شو.

دی وايي په کويټه کې مو کور ته څېرمه کور وسله والو طالبانو کرايه کړی وو او له هغه ځايه يې د جګړې لپاره دلته خلک رالېږل .

(( زما نوم محمد تقي دى د کويټې اوسېدونکى يم هلته مي له کور سره د افغانستان طالبانو يو کور په کرايه کړ وو دوى به دلته د جنګ لپاره خلک رالېږل. زه يې هم را وليږم. خو تر بارډر را واویښتم پوليس ټينګ کړم ))

د کندهار د والي وياند زلمی ايوبي بيا وايي چې نن ورته په اونيزه امنيتي غونډه کې د ملي امنيت رئيس ويلي دي چې په نيولو شويو کسانو کې هغه تن هم شامل دى چې د کندهار پر نړيوال هوايي ډګر او اړوندو تاسيساتو يې راکټي حملې پلان کړې وې او په دې توګه يې د ګډوډۍ هڅه کوله.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ هم د ملي امنيت کار کوونکيو په کندهار ښار او ولسواليو کې څو تنه د دولت مخالف وسله وال نيولي وو . .
XS
SM
MD
LG