د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م په شام کې د بشري حقونو منظمه سرغړونه وغندله


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شام د حکومت لخوا په پراخه کچه د بشري حقونو د منظمه سرغړونو غندنه کړې ده.

د زيارت په ورځ د سويټزرلېنډ په جينېوا ښار کي د ملګرو ملتونو په دفتر کي شورا ووي چي د شام حکومت د يوه کال راهيسي پر مظاهرچيانو بنديز لګولی دی. پر دې مهال د شورا درو غړو روس، چين او کيوبا د قرارداد په مخالفت کي رايې ورکړې دي. په قرارداد کي د بشارالاسد پر رژيم غږ شوی و چي په سمدستي توګه دې پر ملکي کسانو بريدونه ودروي او مرستندويه ادارو ته دي اجازه ورکړي چي د شام بېلا بيلو سيمو ته لاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG