د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د ګېس نل ليکې پروژه پر مخ وړو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر ويلي چې هيواد به يې له ايرن سره د ګېس نل ليکې پروژه پر مخ بيايي. نوموړې د زيارت په ورځ په اسلام آباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې له ايرن سره همکاري او د ګېس پروژې پر مخ بېول د پاکستان په ګټه دي او دا کار دوی په هيواد کې د انرژۍ د بحران د مخنيوي لپاره پر مخ بيايي. نوموړې زياته کړه چې پاکستان په دې لړ کې په خپله خوښه دا انتخاب کوي چې له چا سره پروژه لاسليک کړي ځکه چې هيواد يې د انرژۍ له کمي سره مخامخ دی.

تر دې وړاندي د امريکا د بهرنيو چارو وزيري خبرداری ورکړی و که چېري پاکستان له ايران سره پر تجويز شوي ګېس نل ليکه باندي عمل وکړي نو له سختو نتيجو سره به مخامخ شي. د شور په ورځ د امريکا د ايوان نمايندګان يوې کمېټۍ ته د وينا پر مهال مېرمن کلنټن وویلي دي چې امريکا پاکستان ته هر کال په اربونه ډالرمرسته ورکوي او پاکستان يې هڅولی چې د ګېس نل ليکې په برخه کې نوري لارې چارې په کار راولي او د ايران پر ځای له ترکمانستان، افغانستان او هند سره لوظنامه وکړي.
XS
SM
MD
LG