د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران و پاکستان ګېس نل لیکه غځول اندېښنې لرلائ شي


عبدالحی کاکړ - مشال راډیو

پراګ :- د امريکا د بهرنيو چارو وزيري ويلي واشنګټن پاکستان ته په ډاګه کړې چې له ايرانه د ګيس نل لیکې (پائپ لائن) د را غځولو پلان جدي انديښني راپورته کولای شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن د چارشنبې په ورځ د کانګريس د بهرنيو چارو کميټي د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکول . د کانګريس غړي ليوس د بهرنيو چارو له وزيري پوښتنه وکړه چې د خارجه وزارت په بجټ کې پاکستان ته د توانايې پر بحران د قابو موندلو لپاره ولې د يو ارب ډالر د مرستې ورکولو غوښتنه شوېده.

هيلري کلنټن په ځواب کې وويل دوی پر پاکستان په ډاګه کړې چې له ايرانه د ګيس نل لیکې غځولو پلان به انديښنې را پورته کړي.

نوموړي زياته کړه چې د نل لیکې جوړول پر ايران د لګول شوو نړيوالو بنديز نوسرغړونه ده .ددې په وينا دا ګام به د پاکستان وارله مخه خراب معيشت ته نور هم زیان ورسوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې دا څرګندوني پر داسي مهال کړې چې پاکستان او ايران په دا وروستيو کې د نل لیکې پروژي ته د عملي بڼې ورکولو لپاره هلې ځلې تيزې کړي.

د ايران د جوهري پروګرام پر سر له امريکا سره وار له مخه تعلقات خراب دي او د پاکستان او امريکا اړيکې هم له يو بل سره ښه نه دي. پوښتنه داده چې د پاکستان او ايران يو بل ته نږدېوالی په تيره بيا د ګيس پائب لائن د جوړولو مسئله به د پاکستان او امريکا اړيکو ته څه زيان ورسوي .ددې پوښتني ځواب د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه ميجر جنرل طلعت مسعود راکوي....

(زما په خيال ښه به داوي يا خو له امريکا سره په دې اړه خبره جوړه کړل شي او که داسي نه کېږي نو بيا له امريکا او نورو مغربي هيوادونو څخه د متبادلي توانايې اخیستو لپاره پکار دی له پاکستان سره مرسته وشي. ورسره دا هم کېدلی شي چې دا پروژه لږ و ځندول شي خو په اصولي توګه پر ځای و ساتل شي او چې کله د ايران او امريکا اړيکې لږ څه ښه شي نو بيا بيرته دا پروژه بحاله کړل شي . له دې سره سره له ترکمنستانه راغزيدونکې پائپ لائن باندي هم کار جاري و ساتل شي.)

ميجر حنرل طلعت مسعود زياتوي پاکستان پکار دی د امريکا او ايران د اړيکو تر سميدو پوري دا پروژه و ځنډوي.

( که پاکستان له ايران سره دا وخت خپلې رشتې پياوړې کوي نو ظاهره ده دی به دا سوچ کوي چې آيا تاوان به برداشت کړای شي ؟.له دې سره بله اهمه خبره داده چې نورمغربي هيوادونه به هم دغسي ردعمل ښکاره کړي.)


د ترکمنستان افغانستان او پاکستان ګیس پائپ لائن په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلری کلنټن وويل چې له ايران سره د کاروبار د مخنوي لپاره دا يو ښه متبادل دی.
XS
SM
MD
LG