د لاسرسي ځای

"له ټاکلې مودې سره سم به له افغانستان عسکر راباسو"


د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما

عبدالحی کاکړ - مشال راډيو

پراګ:- د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي، باورلري چې ځواکونو به يې له ټاکل شوې نيټي سره سم له افغانستانه راوزي.

نوموړي دا خبره په داسي حال کې کړې چې په افغانستان کې د قرآن پاک د نسخو د سوځولو پر سر په راپورته شویو له تشدده ډکو مظاهرو کې دڅلورو امريکايې عسکرو په ګډون شاوخوا څلويښت کسان وژل شوي دي.

د امريکا اې بي سي ټيلي ويژن ته ولسمشر اوباما ويلي د دوه زره څوارلس کال تر پايه پوري د امریکايې ځواکونو د جنګي مشن ختمولو لپاره جوړ شوی پلان به هم دغسي پر مخ يو ړل شي.

د روئټزر خپری اژانس په وينا په افغانستان کې د قرآن پاک د نسخو د سوځولو پر سر د شوو مظاهرو وروسته باراک اوباما چې کومه بخښنه غوښتې وه دده مخالفه ريپبلکن ګوند په هغه نيوکې کوي. خو باراکه اوباما په خپله دفاع کې وويل چې د تشدد د مخنوي لپاره دا ضروري وه.

نوموړي زياته کړه چې د بخښني غوښتلو يوه وجه يې په افغانستان کې امريکايې جنرال جان ايلن معافی وه او دا خپلو عسکرو له نورو خطرونو سره د مخامخ کېدو مخه نيول وو.


په خپله مرکه کې ولسمشر اوباما وويل د هرې فیصلې لپاره دده معيار دادی چې په جګړه کې له ښکېلو خپلو خلکو وړانديزونه واخلي چې څنګه دوی په ښه توګه خوندي کیدای شي چې داډول خپل مشن مکمل کړای شي.

د قرآن پاک د نسخو د سوځېدو پر سر د روانو مظاهرو په ترڅ کې دوه امريکايې سلاکاران هم په کابل کې وژل شوي وو . تردې دوه ورځې وړاندې د هيواد په ختيځ کې هم یوه افغان عسکر دوه امريکايې پوځيان وژلی وو. هم داوجه وه چې نيټو د افغانستان د کورنيو چارو له وزارته خپل سلاکاران راووېستل.
XS
SM
MD
LG