د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پښتانه نویو ووټر لیسټونو پریشانه کړي دي



ظفرکریمي - مشال ریډیو - کراچۍ

په کراچۍ کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت پښتانه وایي د انتخاباتو کمیشن په نوو ووټر لیسټونو کې د هغوی د ووټونو رجسټریشن د کراچۍ پر ځای د هغوی په پلرني ټاټوبي کې کړی دی.


له مشال راډیو سره په خبرو کې څو تنو ښاریانو ویلي چې کله یې د موبایل ایس ایم ایس له لارې د خپل ووټ د رجسټریشن په حقله مالومات ترلاسه کړل نو حېران په دې شول چې ووټونه یې په وطن کې رجسټر شوي دي.

دا ځل حېران په دې یم چې ووټ یې راته په پښتونخوا کې رجسټر کړی دی ـ زه د ووټ لپاره څنګه هلته لاړ شم ـ زه دلته مستقل میشت یم.

فرمان علي .
د باچا حسین په نوم یو تن وایي، په کراچۍ کې پیدا شوی او همدلته یې زده کړه کړې خو په نویو ووټر لیسټونو کې نه یوازې د هغه بلکې د مېرمنې نوم یې هم په خپل پلرني کلي سوات راجسټر شوی دی ((ددې مقصد دا ثابتول دي چې په کراچۍ کې پښتانه لږ دي ـ خو زه وایم چې ماته دې خپل ټول حقونه که هغه د ووټ په شکل کې دي که د نوکرۍ یا په نورو شکلونو کې هغه دې ماته په کراچۍ کې راکړل شي))

د فرمان علي په نوم پو بل تن وایي، د تېرو دیرشو کلنو په موده کې یې کله هم په وطن کې ووټ نه دې اچولی او چې کله هم د ټاکنو وخت راغلی دی نو په کراچۍ کې یې ووټ استعمال کړی دی خو دا ځل یې ووټ په پلرني کلي مردان کې رجسټر شوی دی:((چې کله هم د وټونو ورځې راغلي دي ما په کراچۍ کې ووټ استعمال کړی دی خو دا ځل حېران په دې یم چې ووټ یې راته په پښتونخوا کې رجسټر کړی دی ـ زه د ووټ لپاره څنګه هلته لاړ شم ـ زه دلته مستقل میشت یم ))

د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې مرستیا ل مشر بشیر جان وایي د کراچۍ پښتنو ته دا لویه ستونزه ده او د دوی د ګوند غړي به ددې ستونزې د حل کیدو په موخه له خلکو سره مرستې کوي او ځای په ځای به کیمپونه لګوي:((زه هغو پښتنو ته چې په کراچۍ کې مستقل اوسیږيو وایم چې هغوی باید الیکشن کمیشن ته ووایي چې هلته دې زموږ ووټونه کینسل کړي او دلته یې راته رابدل کړي - د کراچۍ د حالاتو تقاضه اوس داده ـ موږ به په تنظیمی توګه هم په دې لړ کې له خلکو سره مرستې کوو))

د ټاکنو د کمیشن ویاند افضل خان مشال ریډیو سره په خبرو کې په دې اړه له مالوماتو ورکولو ډډه وکړه چې ولې د کراچۍ میشتو خلکو رجسټریشن د هغوی له پوښتنې پرته ددوی په کلو کې شوی دی خو نوموړي وویل هغه څوک چې غواړي د خپلو وټونو د رجسټریشن حلقه بدله کړی باید په ۲۱ ورځو کې دننه دننه خپل درخواستونه د انتخابي کمیشن لخوا جوړ شویو نزدې دفترونو کې جمع کړي ـ
((دوي چې کوم ځای پاتې کیږي هلته نزدې ډسپلې سنټر ته دوي ورشي او هلته دې یو فارم ډک کړي چې هلته نه دې ددوی ووټ کینسل شي او دلته دې رابدل شي نو دا به وشي ـ دا ۲۱ ورځې موږ ددې لپاره ورکړي دي چې د خلکو له شکایتونو خبر شو))

د یادونې وړ ده چې دا ځل د ټاکنو کمیشن د ټولټاکنو دپاره کمپوټري لیسټونه جوړ کړي دي ـ یاد کمیشن ولس ته د خپلو ووټونو د تصدیقولو لپاره پر موبایل ټلیفون د پیغام په ذریعه د مالوماتو ورکولو سروس هم شورو کړی دی.
XS
SM
MD
LG