د امریکايي پوځ د رسد چارو یو لوړ پوړی کمندان وایي پکار ده چې پاکستان د نیټو لپاره سامان وړونکې زمکنۍ تړل شوې لارې بیرته خلاصی کړي، چې دا ډول امریکا له پلان سره سم د ۲۰۱۴م کال تر آخره خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
پاکستان تېر کال له نیټو سره د خرابو تعلقاتو له کبله دغه لارې تړلې وې
امریکایی جنرل ولیم فرېزر د نهې په ورځ د امریکا د سینیټ کمیټۍ ته ویلي تاجکستان، قیرغیزستان، او قازقستان په دې رضا شوي چې د وسلو علاوه نور امریکایی سامانونه د دوی له سیمو تیرېولای شي.
هغه وویل روس او ازبکستان هم د لارې په ورکولو رضا شوي دي.