د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر شکیل اپرېدی نیونه هیڅ جواز نه لري. هیلري


د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
هارون باچا - مشال راډیو

واشنګټن :- د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په کانګریس کی د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ یوې ګډې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې د پاکستاني حکومت لخوا د ډاکټر شکیل اپرېدي نیونه یو بې ځایه ګام بللی او ويلي یې دي چې د هغه لخوا شوې مرستې د دواړو هیوادونو په ګټه دي .


هغه هېواد چې د تره ګرۍ ضد جګړه کې باید یو ریښتونې همکاري وکړي، او باید پرې نږدي چې په خپل هېواد کې یې ترهګر ځالې جوړې کړې په دې لګیا دی یوداسې کس شکنجه کوي چې د امریکا مرسته یې کړېده.
دانا رورا بېکر.


دا خبری نوموړې د ریپبلکن ګوند د غړي دانا رورا بېکر لخوا چې په امریکا کې یې د بلوچستان مسله راپورته کړېده د شکیل اپرېدي د نیولو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې .

هیلري کلنټن زیاته کړه، د ډاکټر شکیل اپرېدي نیونه هیڅ جواز نه لري، په حقیقت کې د اسامه بن لادن د زېر کولو هڅې د پاکستان او امریکا دواړو په ګټه وې، موږ دا مسله په بیا بیا په ډاګه کړې او نور زور به پرې هم راوړو، څنګه څنګه چې پر وړاندې درومو نو دا مسله به را اوچتوو.


دانا رورا بېکر وویل هغه هېواد چې د تره ګرۍ ضد جګړه کې باید یو ریښتونې همکاري وکړي، او باید پرې نږدي چې په خپل هېواد کې یې ترهګر ځالې جوړې کړې په دې لګیا دی یوداسې کس شکنجه کوي چې د امریکا مرسته یې کړېده.

دانا رورا بېکر زیاته کړه ډاکټر اپرېدي زموږ مرسته کړې، هغه د اسامه بن لادن د پټنځي مالومات راکړل، خو د پاکستان حکومت هغه نیولی دی او د ملي خیانت تور ورباندې لګول شوی دی. د هغه شتمنۍ ضبط کړل شوې دي، د هغه د دفتر کارکونکي له کاره ګوښه کړل شوي دي.

په دا وروستو کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا هم د ډاکټر شکیل اپرېدي په نیول کېدو او پر ضد یې د بغاوت د مقدمې په چلېدو اندېښنه څرګندنه کړې وه .

په ډاکټر شکیل اپرېدي تورونه دي چې په ایبټ آباد ښار کې یې د پولیو کیمپین شورو کړی و چې د دغه لاری یی د اسامه بن لادن د ډي این اې تصدیق کړی و. چې بیا د هغه لخوا د ورکړل شويو معلوماتو په بنیاد امریکایي ځانګړو ځواکونو تېر کال د مې په دویمه نېټه د اسامه بن لادن پر ضد عملیات وکړل. او ویې وژلو.له همهغې ورځې راهیسې د امریکا او پاکستان تعلقات کړکېچن شوی چې اوس یې دواړه د رغېدو هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG