د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوانتانامو يوه پاکستاني بندي خپل جرمونه ومنل


کیوبا، د ګونتانامو امریکايي زندان
کیوبا، د ګونتانامو امریکايي زندان
هارون باچا ـ مشال راډیو

پراګ :- د ماجد خان په نوم يوه پاکستاني تن، چې دا مهال د ګوانتانامو په زندان کې قيد دی، دغلته د يوه پوځي عدالت پر وړاندې په هغه د ترهګرو بريدونو تنظيمولو او د خلکو د وژلو لګول شوي تورونه منلي دي-

فرانس پريس اژانس ليکي نوموړی په امريکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د يوولسمې نيټې د ترهګر بريدونو د پلانونکي خالد شيخ محمد نږدې کس دی-

په ماجد خان تورونه دي چې د خالد شيخ محمد په لار ښوونه يې د امريکا په پټرول پمپونو کې د بمي چاؤدنو پلانونه جوړ کړي او هم يې د ۲۰۰۳ م کال د اګست په مياشت کې د انډونيشيا د پلازمينې جکارتا په ميرييټ هوټل کې د شويو بمي بريدونو له پاره، چې يوولس تنه پکې وژل شوي ول، مالي مرستې برابرې کړې دي-

د ماجد خان په هکله، چې له تيرو نهو کلونو راهيسې په بند کې دی او ممکن د خپلو کړيو جرمونو د اعتراف په نتيجه کې په عمري بند محکوم شي، وييل شوي چې کيدای شي له عدالت سره د د هغه د شوي تړون له کبله ورته سزا يو څه کمه کړل شي-

دا هم وييل شوي چې په سزا کې د کمي د احتمال په بدل کې به نوموړی د خالد شيخ محمد په شمول په امريکا د ۲۰۰۱ م کال د بريدونو له پاره د نیول شويو څلور نورو شکمنو ترهګرو پر ضد ګواهي ورکوي-

د فرانس پريس اژانس په ليکنه، د ماجد خان او د ګوانتانامو د پوځي عدالت تر مينځ د شوي تړون ګڼ شمير شرطونه پټ ساتل شوي دي-

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په عين حال کې ليکلي، د دې له پاره چې د نوموړي له خوا په دغه موافقه ليک بشپړ عمل کيدل يقيني کړی شي، امريکايي پوځ په پام کې لري چې ده ته د سزا په اورولو کې شاوخوا څلور کاله وخت ولګوي-

ورځپاڼه د يوه وکيل جوناتهن حيقټز له قوله، چې وخت په وخت يې د ګوانتانامو د يو شمير زندانيانو وکالت ليکي، چې د ماجد خان اعترافي بيان ورکولو ته اړ کول د هغې ستراتيژۍ يوه برخه ده چې په ترڅ کې يې د امريکا حکومت هڅې کوي د ترهګرۍ په تور د بندي کړل شويو ککړو تنانو پر ضد د پوځي کميشنونو مخې ته مضبوطې دوسييې راؤړي-

راپورونه وايي له هغې راهيسې چې د امريکا پخواني ولسمشر جارج ډبلييو بش د دښمن د جنګياليو د مقدمو د فيصله کولو اختيار ځانګړيو پوځي عدالتونو ته ورکړو، شپږ تنه بندي ترهګر محاکمه شوي، چې ورڅخه څلورو تنو يې خپل جرمونه منلي دي-

دغه راز ويیل شوي د امريکا اوسني ولسمشر براک اوباما، چې د تير ۲۰۱۰ م کال تر پايه د ګوانتانامو د زندان تړلو په ژمنه کې د پاتې راتلو له کبله له نیوکو سره مخامخ دی او نوموړی به سږ کال د يوې بلې دورې له پاره په ولسمشريزه انتخاباتو کې برخه هم اخلي، کولی شول د دغو قضييو په تیزۍ سره د حل کولو په ترڅ کې يې سياسي ګټې لاس ته راؤړی وی-

د راپورونو پر اساس دا مهال ۱۷۱ تنه شکمن ترهګر د ګوانتانامو په زندان کې بندي دي- حال دا چې له دوﺉ څخه د ۸۹ بنديانو د ازادولو پريکړه شوې خو پر ضد يې د امريکايي کانګرس له خوا د يوه قانون تر پاس کيدو وروسته دغه خلک همدغلته ګير پاتې دي-

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG