د لاسرسي ځای

له اورپکو سره باید په یوه دریځ خبرې وشي.میا افتخار


دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وايي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره پکار ده چې افغانستان ، پاکستان او امریکا له یوه دریځه خبرې وکړي.

نوموړي چې پېښور کې یې د کرښې په غاړه د رسنیو د کردار په اړه دپاکستاني، او افغاني خبریالانو یوې غونډې ته وینا کوله زیاته یې کړه چې د وسله والو سره که جنګ کول وي که جوړ جاړې پکار دي چې په شریکه وشي.

نوموړي وویل ددوی حکومت او ګوند د امن د راوستلولپاره ډیرې قربانۍ ورکړي دي ، خو ددې باوجود هم دوی روغې جوړې ته تیار دي.
XS
SM
MD
LG