د لاسرسي ځای

"د ناټو هدف یو سوکاله او سوله ییز افغانستان دی"


د ناټو سېکرېټري جنرل په افغانستان کې د اسلامي کتابونو د سوزولو په سر د راوتلو مظاهرو په وړاندې دنړیوالو اتحادي ځواکونو د صبر او حوصلې ستاینه کړې ده .

دنهې په ورځ په واشنګټن کې د خبرو پرمهال ( ااندرې فوغ راسموسین ) همدارنګه په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو د قوماندان جنرال جون ایلن ستاینه هم وکړه چې دده په وینا راپورته شوی ناندرۍ یې په سمه توګه قابو کړی دی .

نوموړي وویل موږ ته پکار ده چې خپل هدف هیر نه کړو ، او هدف یو باثباته افغانستان دی .
XS
SM
MD
LG