د لاسرسي ځای

په افغانستان کې به امریکا تل تر تله ښکیله نه وي


دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د کانګرس کمیټۍ ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا یوه نه ختمیدونکې ژمنه نه ده او په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د ولسمشر اوباما پلان لا هم په خپل حال دی.

د نهې په ورځ دسینټ د بهرني چارو کمیټۍ په وړاندې د بجټ د ترجیحاتو په اړه یوې غونډې ته د خبرو پرمهال نوموړې وویل چې امریکا او ناټو په افغانستان کې دامنیت په څانګه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي ، دامریکا امنیت او دافغانستان مستقبل یې محفوظ کړی دی.
XS
SM
MD
LG