د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کړکېچ به د امریکا جنګي پلان وانړوي




سرچینه : اسوسیېټډ پریس خبري اژانس

ژباړه: بوریوال کاکړ

اسوسیېټډ پریس خبري اژانس په تېره اونۍ کې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته په اشاره سره د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جارج لټل له خولې لیکي چې دوی په هره ورځ په له زرګونه افغانانو سره یو ځای د دې لپاره کار کوي چې د افغانانو لپاره یو ښه سباوون باوري کړي.

جارج لټل وايي دوی په دې لړ کې پرمختګ کوي او د هغه په خبره د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې دښمن پر ګونډو کړی دی.

اژانس زیاتوي چې د اوسنۍ تګلارې له مخې به د روان کال تر پایه په لسګونه زره امریکايي ځواکونه په افغانستان کې وي . خو د اژانس په لیکنه دواړو یانې ډیموکرېټس ګوند او رپبلکن ګوند ویلي دي چې مهال وېش دي پرمخ یوړل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې ویلي چې په افغانستان کې به تشدد د دې سبب نه شي چې ګواکې له دې هیواد څخه دي د ځواکونو اېستل ګړندي کړل شي .

جې کارنې زیاته کړېده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون تر ټولو لویه مخه دا ده چې هلته القاعده ته ماتې ورکړي او له منځه یې یوسي.

د هغه په خبره دا بلکل د امریکا د ملي امنیت لپاره لومړیتوب دی چې القاعدې ته ماتې ورکړل شي او د هم دې لپاره دوی په افغانستان کې دي.

خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي سلاکارانو وژل کېدو ته په اشاره سره لیکي چې کله امریکايي ځواکونه په عراق کې وو نو هلته داسې پېښې ډېرې کمې وې چې عراقي ځواکونو دي د خپلو ټوپکو خولې د امریکایانو پر خوا وراړولې وي.

اژانس د امریکايي ولسمشر باراک اوباما د ادارې د چارواکو له خولې لیکي چې که چیري امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي نو به د هغوی په خبره د افغان ولسمشر حامد کرزی کمزوری حکومت به نسکور شي او وسله وال طالبان به بیا واک تر لاسه کړي.

اسوسیېټډ پریس د ً پیو ً په نامه څېړنیز مرکز د نظر پوښتنې له مخې لیکي چې په سل کې شپږ پنځوس امریکایان غواړي چې د دوی ځواکونه دي له افغانستانه ووزي او یوازې اته دېرش فیصده امریکایان په دې نظر دي چې امریکايي ځواکونه دي تر هغو پورې په افغانستان کې پاتې وي چې تر څو کراري نه وي راغلي.
XS
SM
MD
LG