د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ایس او تعلیمي کمپین لرې کلیو ته وغځېد


نیاز موسی خیل - مشال راډيو

کوټه:- په بلوچستان کې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن وایي، د صوبې لرې پرتو پښتون مېشته سیمو ته یې خپل تعلیمي کمپېن غځولی دی او له خلکو یې غوښتنه کړې،چې خپل بچیان دې سکولونو ته داخیل کړي.په پښین کې د تعلیمي کمپېن له چلولو وروسته،د پي ای او یو مشر نصیر ننګیال وایي، دوي کلي په کلي او کوڅه په کوڅه خلکو ته ورغلي او له هغوی غوښتنه کړې چې خپل ماشومان ښوونځیو ته داخل کړي.

نوموړی زیاتوي٫٫: ((د ترهګرۍ او ترهګرو کومې اغېزې چې پر پښتونخوا وطن خورې شويدی، د دغو تېارو د ختمولو لپاره پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن په پشین او شا وخوا سیمو کې لاریونونه کړي او ولس ته مو خواست کړی چې خپل بچیان دې په سکولونو کې داخیله کړي او له حکومته مو غوښتنه کړې چې موږ ته دي په هر کلي کې سکول راکړي او هغه اُستادان، چې خپلې دندې په سمه توګه نه تر سره کوي، د هغو ضد دې ګامونه واخیستل شي.))

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن د کلاسېف الله سیمې مشر،محمود علي کاکړ وایي، د شیراني ضیلعې له کټوو ډبرې او د موساخېل له غرنۍ سیمو او د ژوب له باتوزیي او غوریزیي سیمو بیا د هرنایي او سیوۍ تر هغو سیمو،چرته چې د جنوبي پښتونخوا پولي لګېږي،زموږ تعلیمي کمپېن پر مخ روان دی او د مارچ تر۵ مې نېټې پوري به ادامه ولري.محمود علي کاکړ زیاتوي: (( په لورالایي،سنځاوۍ،دوکۍ،هیندو باغ او نورو ټولو پښتنې سیمو کې موږ تر ولسه خپل ږغ رسولی دی، چې خپل ۵ کلن بچیان سکولونو ته داخیل کړي او د ناپوهي او جهالت له تورو تیارو د پښتون قام را ایستلو کې خپل ګام واخلي.))

نصیر ننګیال د یوې پوښتنې په ځواب کې ووېل،چې خلکو د دوی پر غوښتنه غوږ نیولی اوامکان دی چې په راتلونکې تعلیمي کال کې به یې مثبته اثرات څرګند شي: (( زموږ د تعلیمي کمپېن له وجي خلکو په زیاته کچه خپل ماشومان سکولونو ته داخیلول پېل کړي دي.مخکې به د دوی ماشومان تر ۵ کالو عمر واوښتل،خو سکولانو ته د داخیلېدو فکر به له چا سره نه وو،خو اوس زموږ له دغو هلو ځلو وروسته،په باور درته وایم چې د ولس پام دې خوا ته را اوښتی دی ))

هلته د پښین د تراټې کلۍ یو اوسېدونکۍ،شمس الله بیا وایي،چې عام خلک د پښتونخوا زدکونکیو سازمان دې کمپېن ته په ښه سرګه ګوري او ښه یې ستایلی دی ، دوی د ټول پښتانه قام بچي خبره وي،هغه بچۍ زما هم کېدی شي او ستا او د بل هم.دوي خو هر چا ته وایي،چې بچۍ مو سکول ته راوړی.

یاده دي وي، پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن په بلوچستان کې د فبرورۍ له لسمي،بیا د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې تعلیمي کمپېن چلولو اعلان کړی دی. دغه سازمان پروسږ کال ۲۰۱۱م کې هم دا قِسمه کمپېن ترسره کړی وو، چې له برکته یې د دوی په وېنا،۱۵ فیصده زیات ماشومان سکولونو ته داخیله شوي وو.
XS
SM
MD
LG