د لاسرسي ځای

د لا درکه کسانو د خوشي کېدو لپاره احتجاجي کېمپ


د لا درکه شوو کسانو د بازيابۍ لپاره اسلام آباد لګيدلې احتجاجي کېمپ

د لا درکه شوو کسانو د بازيابۍ لپاره اسلام آباد لګيدلې احتجاجي کېمپ

سراج ظهير مشال راډیو

اسلام آباد:- د لا درکه شوو کسانو د بازيابۍ لپاره اسلام آباد لګيدلې احتجاجي کېمپ نن په ديارلسمه ورځ هم روان دی، د احتجاجیانو په خبره تر هغو به یې کیمپ ولاړ وي چې خپل خپلوان یې نه وي راخوشي شوي.

د احتجاجي کېمپ مشرې امنه مسعود جنجوعه مشال ريډيو ته ويل که څه هم په اسلام آباد کې سخته يخني ده او د دې ي له وجې يو شمير ماشومان او بوډاګان ناروغه شويدي.

خو بيا به هم د دوی دا احتجاج روان وي.نوموړې ويل چې تر اوسه له ټول پاکستانه لس زره کسان لا درکه شويدي چې په کې یواځې د دې احتجاجي کېمپ دوران ١١ کسان خوشي کړل شوي دي
دي ويل ډيره د افسوس خبره ده چې دلته ماشومان او بوډاګان ناروغه پراته دي او تر اوسه د دوي تپوس ته هم وزير يا سرکاري کس نه راغلې دی.

د لا درکه شوو کسانو لپاره جوړ کړې شوي د عدالتي کميشن په اړه امنه مسعود جنجوعه ويل چې دوی د کميشن له کارکردګۍ مطمينه نه دي

د دير ميدان سره تعلق لرونکې يوې زړې ښځې مشال ريډيو ته ويل چې د هغې زوی معراج محمد نومېږي او ډرائيوروو، هغه درې کاله وړاندې له تيمر ګرې څخه نيول دی، يو کال په تيمرګره چاوڼۍ کې وو او ورسره دوه نور کسان هم وو چې څه موده پس راخوشې کړل شول خو د دهغې زوی لا هم ورک دی او درې کاله کېږي چې د مړي ژوندي درک یې نشته.


يوه بله ښځه چې د ملاکنډ بټ خيلې سیمې اوسېدونکې ده له خپلو دوو بچو سره په احتجاجي کېمپ کې ناسته ده.
هغې مشال راډيو ته وويل چې د دې د خاوند نورمحمد نوم دی او پنځه کاله وړاندې اسلام آباد ته د ترکاڼۍ د کار لپاره راغلې و چې ونيول شو او اډياله جيل کې بندي کړل شو له يو کال وروسته چې راخوشی کړل شو نو په هغه ساعت یې غایب کړل شو او ترننه یې پته نه لګېږي.

هغې وويل چې د دې اته بچې دي او څوک یې د ګټې وټې هم نشته .. دي زياته کړه چې دا به تر هغو په احتجاج وي چې د خاوند درک یې نه وي لګيدلی.
XS
SM
MD
LG