د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی امین الفت مو د تاترې میلمه دی


سندرغاړی امین الفت
سندرغاړی امین الفت
امین الفت دافغانستان د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو د ( خوزي خیلو ) کلي سره تعلق لري. هغه په ( ۱۹۷۸ ) کال کې په کابل کې دنیا ته سترګې غړولي دي، او اوس هم په کابل کې اوسیږي.

دده پلار ( استاذ شینی ) دافغانستان راډیو تلویزون پخوانی هنرمند و ، هغوی نه یوازې سندرې ویلې بلکه باجه به یې هم غږوله، وړوکي امین الفت کلونه پخوا د خپل پلار د فن نه په اغیز سره د هنر نړۍ سره لیونۍ مینه پیدا کړه ، او نن شکر دی هم دده پلار ژوندی دی او هم یې فن لکه د لمر ځلیږي.

امین الفت وايي کله چې افغانستان کې جنګونه وو نو دوی دکرمې ایجنسۍ په صده ښار ګوټي کې د کډوالو په کیمپ کې اوسیدل ، او هم هلته یې تر اتم جوماته پورې سبک هم وویلو ، خو بیا وروسته پرې موسیقي ډیره زوروره شوه او یوازې د همدې لارې لاروی شو .


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

امین الفت وايي چې د ژوند په یو پړاو کې یې هم د موسیقۍ سره مینه کمه شوې نه ده ، دده د سندرو اول کیسټ کلونه پخوا پېښور کې د عبدالصمد میوزیک سنټر نه خپور شوی و چې ( نیمګړی مازیګر ) نومیدو، دده دخپرو شویو کیسټو شمیره داوو سوو نه پورته ده او نږدې شل ورځې وړاندې یې د سندرو تازه کیسټ د ( ګل درې ) په نوم مارکیټ ته راوتلی دی.

امین الفت د قندي کوچۍ ، نازیه اقبال ، وږمې ، رخسانې او ګڼ شمیر نورو ښځینه سندر غاړو سره یو ځای غبرګې سندرې هم ویلي دي چې د خلکو پام یې ځان له اړولی دی.
امین الفت په یو وخت هم سندرې ښه وايي ، هم ټپې او هم غزلونه ، دی د اولس په خوښه هم کیسټونه ډکوي خو داسې ښکاري لکه پخپله چې د غزل ویل ورته ډیر خوند ورکوي.

امین الفت د افغانستان د اوس مهالو هنرمندانو په منځ کې هغه نوم دی چې مینه وال یې په لر او بر کې په یو ډول خواره دي .
دا خوږ ژبی هنرمند نن د مشال راډیو په تاتره خپرونه کې میلمه دی نو د نن تاتره د امین الفت په نوم ....
XS
SM
MD
LG