د لاسرسي ځای


سید شاه سقیم – مشال راډيو

کندهار:- په کندهار کې د شاعرانو او ليکوالانو روهي ادبي بهير خپله اوومه کاليزه لمانځلې ده. دغه
ادبي بهير شا و خوا شپږ کاله وړاندې د کندهار ليکوالانو ، شاعرانو او د قلم مينه والو جوړ کړ چې تر اوسه پورې يې په مسلسله توګه اونيزې غونډې کړي د او ګڼ شمېر ځوانان يې روزلي دي .

روهي بهير د ژورناليزم ، شعر او نثر د برخو د پياوړتيا لپاره کار کوي خو ډېرى اديبان او ليکوالان يې د کره کتنې برخه تر نورو بې جوړې بولي.

دغه بهير په تېر کال کې په مسلسله توګه شپږ څلوېښت او په تېرو شپږو کالو کې دوه سوه نهه اتيا ادبي غونډې کړې دي چې په کندهار کې يې سارى نه ليدلى کېږي.

د ياد ادبي بهير مشر محمد يار يار وايي موږ يو پر بل حق لرو چې سمه لاره يو بل ته ور وښيو.

(( ددې وطن انسان هدايت ته ضرورت لري. له بده مرغه ددې وطن انسان له خپلې اصلي لارې منحرف شوى دى. په دې وطن کې د فرهنګ او ارزښتونو په سر ډېر ناروا او نامشروع معاملې وشوې خو زه تاسي ته په ايمان وايم چې بهير په دغسې معاملو کې تر اوسه پورې ښکېل شوى نه دى. دا دى زه تر اوسه پورې د يوې افغانۍ شخصي مالک نه يم ، دا تاسي نوټ کولاى هم شئ ))

د کندهار اوسېدونکى ليکوال او شاعر عبدالواسع هڅيال وايي ى د دغه بهير چارې په اخلاص پر مخ بیايي او همدا وجه ده چې تر اوسه پورې فعاله دی.

(( ډېر سړيو او کړيو هڅې وکړې چې روهي ادبي بهير له پښو وغورځوي او په ځينو ځايونو کې خو کټ مټ همداسې بهيرونه جوړ شول خو ځکه يې پر موږ بد اثر ونه کړ چې موږ ټول په اخلاص او رښتونولۍ کاوو))

د روهي ادبي بهير اونېزې غونډې او مشاعرې هره اونۍ د ځينو محلي راډيو په څپو خپرېږي .

دا مهال د ياد بهير د غړيو شمېر دوو سوو تنه ته رسېږي چې پکې ښځينه شاعرانې او ليکوالانې هم شاملي دي. او په تېرو شپږو کالو کې يې د ټولو روزل شويو کسانو شمېر تر زرو تنو اوړي.

د روهي بهير اونيزې غونډې له تېرو شپږو کالو را په دې خوا د دغه بهير د غړيو په مالي لګښت جوړېږي.
XS
SM
MD
LG