د لاسرسي ځای

په شام کې ریفرنډم


په شام کې نن د دې هیواد د نوي ايين لپاره خلک د ريفرنډم په ترڅ کې رایي اچوي او بل پلو پرون هم په دې هیواد کې د تشدد په ترڅ کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د دې نوي ايين سره به په شام کې د نورو بدلونو په ګډون د يوې پارټۍ شا وخواه پنځوس کاله حکمراني ختمه شي ، د شام ولسمشر بشارالاسد تر دې وړاندې د ننۍ ټول پوښتنې او له هغې وروسته د داسې انتخاباتو اعلان کړی وو چې یو شمېر ګوندونه به پکې برخه اخلي. خو په دې هیواد کې د حکومت مخالفینو دا ټول پوښتنه رد کړې او وايي چې حکومت به پکې درغلي وکړي.

بلخواه په عين حال کې د شام د بشري حقونو څارونکو په ملک کې د تشدد د تازه پيښو رپورټونه ورکړې دي ، همداراز حمس ښار چرته چې د تيرو دريو اونيو راهیسې د شام پوځ ديره دې پکې د چاودنو اوازونه اوريد ل شوي دي ، دا په داسې حال کې ده چې د يا غيانو په ضلع کې ډزې بيا شورو شوي دي. په برتانیا کې مېشت د شام د بشري حقونو ډله وايي چې د شام حکومت پرون لږ تر لږه سل کسان ووژل چې پکې زياتره ولسي وګړي دي.
XS
SM
MD
LG