د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که پاکستان نړي ته خپل ښکلی مخ ښيي نو پېښور دی"



نجیب عامر مشال راډیو

پراګ : - پېښور دلرغونو زمانو راهیسې د بهرنیو سیلانیانو میلمه پال پاتې شوی، خو په دې وروستیو کلونو کې ځان مرګو بریدونو ، بمي چاودنو او نا امنه حالاتو د نړۍ سیلانیان له دې ډار کړي چې دې ښار ته سفر وکړي، اوس دخیبر پښتونخوا حکومت وايي چې حالات تر ډیره ښه شوي او بهرنیانو بیا دې ښار ته مخ کړې ده .


پېښور د بارودو په لوګو او دبمونو او چاودنو په شور کې هم خپل تاریخي حیثیت، لرغونی تاریخ او کولتوري ښایست قایم ساتلی او ژوند پکې روان دوان دی. دپښتونخوا حکومتي چارواکي وايي حالات دتیر کال په پرتله ډیر ښه شوي او داخبره سمه نه ده چې ګواکې دپېښور ښار خوندي نه دی او بهرني سیلانیان ، پلاوي ، لوبغاړي ، خبریالان او لیکوالان دلته نه شي راتلی.


دخیبر پښتونخوا د کولتور وزیر سید عاقل شا وايي : موږ سره دټول یورپ ، اسټریلیا ، بلجیم ، اټلي او فرانس نه خلکو رابطې کړي، موږ هغوی ته ځانګړي پیکیجونه اعلان کړي دي.


په نیو یارک ټایمز ورځ پاڼه کې لیکواله کامله شمسي چې ناول نګاره ده او په لندن کې میشته ده لیکي که پاکستان نړۍ ته دمثال په توګه دخپلې ښکلا یو انځور وړاندې کولی شي، نو هغه دپېښور ښار په ښودلو سره کولی شي. نوموړې زیاتوي چې داد لرغونو او تاریخي اثارو نه مالامال ښار دی، دګندهارا نه پاتې اثارو کې د بودایانو ، یو نانیانو ،فارسیانو او هندیانو اثار موندل شوي اوداهغه څه دي چې دلیکوالې په باور دنړۍ سیلانیان له مودو راهیسې دې تاریخي ښار ته راکاږي. کامله شمسي داهم لیکي چې د پېښور میوزیم هم د ګندهارا ارټ د نوادرو نه ډک پروت دی.


خو نوموړې وايي د پېښور میوزیم یو ساتونکي دوی ته ویلي چې بهرنیان د امنیتي ستونزو له وجې په دې وروستیو کې ډیر کم ددې ځای نندارې ته راځي او ځايي خلک په دې څیزونو کې دومره دلچسپي نه اخلي.

خو پېښور کې د کولتوري چارو کارپوه او خبریال روښان یوسف زی وايي دوی نه یوازې په میوزیم بلکه په نورو ځایونو کې هم بهرنیان لیدلي دي.

په نیو یارک ټایمز کې کامله شمسي لیکي کله چې په وروستي ځل پاکستان ته لاړه او کراچۍ کې یې خپلوانو ته وویل چې پېښورته ځي نو هغوی ورته وویل چې پام کوه، کامله شمسي لیکي دا په داسې حال کې ده چې کراچۍ کې تر پېښوره امنیتي وضع ډیره خرابه ده او مرګونه هم زیات کیږي.

نو دپښتونخوا حکومت نړۍ ته د خپل ښکلي او نرم مخ د ښودلو لپاره څه کولی شي، روښان یوسفزی وايي پکارده چې دپښتونخواحکومت د ویب سایټونو او رسنیو دلارې په دې لاره کې تبلیغات وکړي.


سیلانیان دیوې سیمې د اقتصاد لپاره د ملا دتیر حیثیت لري، خو که پېښور یا د شاوخوا سیمو ته یې سیلانیان راشي نو ایا ژوند به یې خوندي وي، دکولتور او لوبو وزیر سیدعاقل شا دا پوښتنه ځوابوي:
(( بلکل ! موږ خلکو ته باور ورکوو چې دوی ته به موږ امنیت ورکوو ، اوس حالات ډیر ښه شوي، له دې وروسته به وضع نوره هم ښه شي. ))


که امنیتي وضع تردې خرابه نه شوه او هم دومره هم پاتې شوه لکه چې اوس ده نو خلک انګیري چې دپېښور ښار به یووار بیا له رنګینیو ډک ښار شي چې لیدو ته به یې نه یوازې د صوبې او ملک بلکې د نړۍ خلک هم راځي.
XS
SM
MD
LG