د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناراضه بلوڅ مشرانو سره خبرو ته تیار یو: وزیر اعظم ګیلاني


سراج ذهیر: مشال ریډیو

اسلام اباد: د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني وییلې د دوی حکومت غواړي د بلوچستان مسله هواره کړي، او دې لړ کې حکومت د مرورو بلوڅانو د مشرانو سره خبرو ته تیار دی.


وزیر اعظم ګیلاني د میډیا سره په خبرو کې وویل، ً دی یقین ورکوي چې بلوڅانو ته به د هغوي حق ورکول کیږي، او د ایین او قانون مطابق به یې غوښتنې پوره کوي. تر هغې اغاز بلوچستان موثره نشي جوړیدای، تر څو چې په دغه صوبه کې امن نه وي پرضای شوی، موږ د بلوچستان د وزیر اعله ، ګورنر ، جاینټ چیف ، د ای ایس ای د مشر او د دغه صوبې په اړه د جوړې شوې کمیټۍ سره خبرې کړي دي، او د پوځ د مشر سره به هم په دې اړه خبرې کوو.ً


په روانه میاشت کې د امریکا د سینټ غړو لخوا د بلوچستان په اړه د ولسي اوریدنې وروستو په پاکستان کې په دې خبره زور راوړل کیږی ، چې باید د دغه صوبې مسله اوس زر تر زره هواره کړل شي. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني وایې، دا د ټولو ذمه واري جوړیږي، چې د دغه صوبې د مسلې د حل لارې ولټوي . او زیاتوي،ً په بلوچستان کې د پیژندګلو وتلو مړو او د لادرکه خلکو د مسلې د حل کولو په اړه به کار کوو.ً


په خپلو خبرو کې وزیر اعظم ګیلاني د افغانستان په اړه وویل، دوی کله هم نه غواړي د خپل ګاونډي هیواد په داخلي مسلو کې لاس وهنه وکړي. او په افغان طالبانو یې غږ وکړ ، چې د خپل هیواد د امن او سولې په عمل کې دې ګډون وکړي.


د امریکا په کانګریس کې د بلوچستان د مسلې په اړه د قرارداد وړاندې کولو وروستو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا وویلي وو، دغه د دوی داخلي مسله ده.

روانه اونۍ د خیبر پښتونخوا صوبایې اسمبلۍ په یو قرارداد کې د مرکز نه غوښتنه کړې ده، چې د دغه صوبې مسله دې زر تر زره هواره کړل شي.

اخوا د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاندې وکټوریه نیولینډ په دې وروستو کې ویلي، هیواد ی د پاکستان په داخلي چارو کې د مداخلت اراده نه لري ، خو باید په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې ودرول شي.
XS
SM
MD
LG