د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجابۍ رسنۍ پنجابیو لپاره دي، د بلوڅ لپاره نه'


بلوڅ ملتپالانو له دوی سره د بد چلن او وژنو پر ضد لاریونونه کړي دي.
بلوڅ ملتپالانو له دوی سره د بد چلن او وژنو پر ضد لاریونونه کړي دي.
ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

لیکوال: عباس زیدي

سرچینه: ډېلي ټایمز

د پاکستان په ډېلې ټایمز کې لیکوال عباس زیدي په خپله یوه لیکنه کې ليکي، د تېرې دوشنبې (یا ګل) په ورځ د پاکستان په سپریم کورټ کې هغه اووه کسان حاضر کړل شول (د ۲۰۱۲ز کال د فبرورۍ ۱۳مه) چې د اډیالې له زندانه د پاکستان استخباراتي اداو په ۲۰۱۰ز کال کې تښتولي ول.

په مقاله کې راغلي، ټولې میډیا ته اجازه وه چې دې کسانو ته ورشي. دا اووه کسان دومره زیات کمزوري او لاغره ول چې په ډېره ګرانه یې خبرې کولای شوې، او ګرځېدل یې هم ډېر په مشکله کول.

عباس زیدي لیکي، یوه لیکوال د دې اووه کسانو په اړه د یوې مقالې سرلیک لیکی چې د پاکستان ((سپریم کورټ مشر قاضي دا ومنله چې له دې اووه ورکو شویو کسانو سره شوي سلوک دردولی دی.))

د پاکستان جنرالانو او رسنیو به بنګالیانو ته هم غدار ویل ځکه چې بنګالیانو خپل بنیادي حقونه غوښتل او هم هغه شان سلوک اوس له بلوڅانو سره روان دی.
عباس زیدي
همدا راز، د پاکستان ټیليوېژن چینلې هم په بیا، بیا د دې اووه کسانو په اړه پروګرامونه کوي چې دا راز په دې اړه د پاکستان ولس بیداره کړي. دا ټي وي چینلې په خپلو خپرونو کې د دې لا درکه کسانو کورنیو ته هم پوره وخت ورکوي، تر دې پورې چې دوی په خپلو خبرو کې د استخباراتي ادارو غندنه هم کوي. دې چینلو د هغو دوو کسانو خبر ته هم پوره ځای ورکړ چې مور یې تر لیدو وروسته مړه شوه.

د پاکستان دننه میډیا، عدلیې، ولسي ټولنو او ښي لاسي اسلامي ګوندونو هم د اډیالې زندان له دې اووه ورکو شویو کسانو سره د شوي سلوک په سختۍ غندنه وکړه.

لیکوال عباس زیدي وايي، په هغه ورځ چې د اډیالې له زندانه بیول شوي دا اووه کسان سپریم کورټ ته وړاندې کېدل، نو هم په دې ورځ د بلوچستان په تربت کې د بلوڅ ملتپاله مشر ثنا سنګت مړی میندل شوی وو.

سنګت پر سینه ۳۰ ډزه ویشتل شوی وو. خو پر دې سر بېره، د پاکستان رسنیو د نوموړي وژنه غیر انساني کار و نه باله او یواځې یې د څو سیکنډو (ثانیو) لپاره د نوموړي د وژنې خبر خپور کړ.

د اډیالې اووه لا درکه کسان یا خو پنجابیان دي، او یا هم دېوبندیان او ثنا سنګت او د ده نور په سلګونه ملګري بلوڅان او ازاد خیاله کسان دي.
عباس زیدي
د ثنا سنګت مور و پلار ته هم د پاکستان رسنیو ځای ورنکړ، خو له اډیالې زندانه د لا درکو کسانو وکیل هم د ټي وي پروګرامونو لپاره ور بلل شوی وو.

پوښتنه دا پیدا کېږي چې ایا، د بلوڅ ملتپاله مشر ثنا سنګت مور و پلار، خپل خپلوان، او دوستان نشته چې د پاکستان رسنۍ ورسره خبرې وکړي؟

همدا راز، د پاکستان مشر قاضي د اډیالې زندان اووه بندیانو ودرداوه، نو د ثنا سنګت په بې دردۍ وژنې و نه درداوه؟

عباس زیدي لیکي، د دې ټولو پوښتنو یو ځواب دی او هغه دا چې د اډیالې اووه لا درکه کسان یا خو پنجابیان دي، او یا هم دېوبندیان او ثنا سنګت او د ده نور په سلګونه ملګري بلوڅان او ازاد خیاله کسان دي.

که چېرې یو پنجابی له ترهګرې ډلې سره تړاو لري او پر تشدد وشي نو د هغې پر ضد میډیا را پاڅي، خو د پاکستان پنجابۍ میډیا، عدلیه او پوځ پر بلوڅانو د شوي تشدد هیڅ نوټس نه اخلي.

مقاله لیکونکی په دې اند دی چې د پاکستان جنرالانو او رسنیو به بنګالیانو ته هم غدار ویل ځکه چې بنګالیانو خپل بنیادي حقونه غوښتل او هم هغه شان سلوک اوس له بلوڅانو سره روان دی.

پر بلوڅانو تور پورې کېږي چې دوی د اسراییل، هندوستان، او امریکا اېجنټان دي.

عباس زیدي زیاتوي، که چېرې بلوڅانو ته خپل حقونه ورکړل شول، د بلوڅ ضد ملېشه و ایستل شوه، او صوبايي خود مختاري ورکړل شوه نو دا به یو ښه پیل وي.
XS
SM
MD
LG