د لاسرسي ځای

د قران سوزولو ضد مظاهرې روانې دي


د امريکايي پوځيانو له خوا د قران کريم د سوځيدنې خلاف د افغانستان په کندوز ولایت کې د مظاهره چيانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې څلور تنه مړه شوي او پنځوس زخميان شوي دي.

د چارواکو په وينا مظاهره چيان د ملګرو ملتونو له يو دفتر څخه راتاو شوي وو او د ښار ځينو دکانونو او ګاډو ته اور اچولی دی.

بل خوا په لغمان کې هم مظاهرې شوي او د روغتيايي چارواکو په وينا ۱۵ زخميان د مهترلام روغتون ته وروړل شوي دي. د افغانستان د کورنيوو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي ځينې جنايت کاران له دې مظاهرو ناوړه ګټه اخلي او تاوتريخوالی پيدا کوي.

که څه هم امريکا په دې کار بخښنه غوښتي خو بيا هم نن په پنځمه ورځ هم مظاهرې رواني دي چې د چارواکو په وينا پکې ۲۴ کسان مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG