د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیموکراسي څه شی دی؟



پامیر ساحل

د برتانییا د سیاسي چارو کار پوهه او څېړونکې انا لارسن چې له تېرو کالونو راهیسې په افغانستان کې د حکومتدارۍ او ډیموکراسۍ په اړه څېړنې کوي، لیکي زیاتره افغانان ډیموکراسي نه پېژني. نوموړې لیکي افغانان د ډیمو کراسۍ بېلا بېل تعریفونه کوي، ځېنې یې غربي نظام بولي، ځېنې بیا وايي د ډیمو کراسۍ مانا مطلقه ازادي ده یانې (هر څه دې چې زړه وي، کوه یې! ځکه چې ډیموکراسي ده وروره!)

د نوموړې په لیکنه کې راغلي، ځېنې افغانان وايي، ډیمو کراسي مني خو چې د اسلام د دایرې دننه وي.

د دې مختلفو نظرونو او د عامه پوهاوي په موخه دلته درته د ډیموکراسي ساده توضیح در کوو.

ډیموکراسۍ ته په پښتو ژبه ولسواکي ویل کېږي. ولسواکي مانا د ولس واک.

نو که لنډه مانا یې ورکړو نو ویلای شو چې هر هغه هیواد یې چې خپل ولس یې د خپل ښه او بد مالک وي، او ازاده ژوند تېروي نو هغه هیواد ډیموکراټیک یا ولسواکه وي.

په امریکا کې د سیاسي علومو څېړونکی فرانسېس فوکویاما په خپل کتاب (د تاریخ پای) کې لیکي: ((هر هغه دولت چې خپل ولس ته، د خپل حکومت د ټاکلو اختیار یا واک ورکوي، او انتخابات په کې د پټې رایې ورکونې تر نظام لاندې کېږي، او له یو زیات ګوندونه په کې برخه اخلي؛ او د رایې ورکولو حق بالغانو او ښځو او نرانو دواړو ته وي، نو په هغه دولت یا هیواد کې ولسواکي وي.))

د ډیموکراسۍ یا ولسواکۍ یو بل تعریف چې په ګرده نړۍ کې مشهور دی، هغه دا دی: ((د خلکو په وسیله، د خلکو لپاره، د خلکو حکومت)).

د سیاسي علومو یو بل شنونکي فرید زکریا په خپل کتاب (د نا ازادې ډیموکراسۍ پیدایښت او عروج) کې لیکي: (هر هغه هیواد چې په کې د سیالۍ په اساس، له یو زیات ګوندونه په انتخاباتو کې یو بل ته مخامخ شي، ولسواکه یا ډیمو کراټیک دی. دا انتخابات باید ازاده وي، او پاک وي، درغلي په کې ونشي. او د دې لپاره ضروري ده چې په هیواد کې خلک د خپل نظر ورکولو، یا د بیان ورکولو ازادي ولري، او د اجتماع یا د یو ځای کېدو ازادي هم ولري.))

نو اوس که د ډیمو کراسۍ دې تعریفونو ته وګورو نو ترې مالومېږي چې ډیموکراسي یا ولسواکي د هر هیواد د وګړو پر خپل ځان، پخپله حکومت کولو ته وایي.

د بېلګې په توګه، که موږ ووایو چې په افغانستان کې ډیمو کراسي ده، نو د دې مانا دا ده چې په افغانستان کې اوسېدونکي ټول بالغان ازاده دي چې د خپل هیواد، د خپل پارلېمان، د خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلي مشران پخپله وټاکي. پخپله ورته رایې ورکړي او بیا چې دا مشران یې نه وي خوښ، نو د اساسي قانون تر مخې یې بیا له واکه هم لرې کړي.

په اسانه ژبه که ولیکو، په هر هیواد کې د هیواد د ټول واک خاوندان، ټول قوت لرونکي د هغه هیواد خلک وي.

نو اوس له تاسې پوښتنه کوو، ایا دا ډیموکراسي یا ولسواکي چې موږ دلته درته بیان کړه، د افغانې ټولنې له دود او عقیدوي جوړښت سره په ټکر کې ده؟

تاسې ځوابونه راکړئ، موږ به بله جمعه له نوې موضوع سره بیا حاضر شو.
XS
SM
MD
LG