د لاسرسي ځای


بشيرګواښ – مشال راډیو

پراګ:- پاکستان غواړي ځينې ویب سايټونه بند او انټرنیټ چاڼ کړي. د دې کار په کولو سره به د رپورټونو ترمخه په زرګونه ټولنيز او د معلوماتو ورکوونکي ویب سایټونو ته لاس رسی مشکل شي.

د پاکستان د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت د انټرنیټ د چاڼولو او ځينو ويب سايټونو د بندولو د پروژې د عملي کولو لپاره د بولۍ ورکولو پريکړه کړي او د دې لپاره يې په ورځپاڼو کې اعلانونه خپاره کړي.

په اعلان کې له کمپنيانو او تحقيقاتي ادارو غوښتل شوي چې د هغه فنډ یا پیسو لپاره دې غوښتنليکونه او وړانديزونه ورکړي چې حکومت به يې د ځينو ویب سایټونو د بندولو په لاره کې لګوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې پخوا هم پاکستان د محمد (ص) د کارټونونو د راښکاره کيدلو او ځينې هغه موادونو چې د دوی په وينا غير اسلامي وو، د بنديز لګولو لپاره پر ټولنيز ویب سايټ فیس بوک ډاټ کام پابندي لګول شوي وه.

د معلوماتي ټکنالوژۍ يو پوه جمشيد خان وايي چې د پاکستاني حکومت په دغه کار سره د معلومات د بهير مخنيوی کولی شي خو داسې لارې چارې شته چې بيا هم خلک بند ویب سایټونه پرانيزي.

ځينې څيړونکې د حکومت دا کار د بيان پر ازادۍ ګوزار ګڼي. څيړونکې او ليکواله، ماروی سرمد وايي حکومت که داسې د زيانمنونکو موادو مخنيوی کول غواړي نو د مذهبي ګوندونو هغه ویب سايټونه دي بند کړي چې د مخالفې ډلې او مذهبې فرقې خلاف نفرتونه راپيدا کوي او خلک تشدد ته هڅوي. هغې مشال ريډيو ته وويل:

((په پاکستان کې د بيان له ازادۍ ټوکه جوړه شوي. په اصل کې د نفرتونو خورونکي مواد بايد بند شي. ځکه چې که نفرت خورونکې شیان سپکاوي ته لار برابروي. زه پر انټرنیټ د خلکو د سپکاوی خلاف يم. حکومت د دې خلاف هيڅ نه کوي. دوی بايد د نفرتونو خوروونکو بيانونو خلاف سخت ګامونه واخلي. د انټرنیټ د چاڼولو ګام يو احمقانه کار دی. ))

په دې اړه مشال ريډيو د پاکستان د حکومت د نظر اخیستلو لپاره مسلسل کوشش وکړ خو بريالۍ نه شوه.

د پرو پاکستاني ډاټ کام په نامه يو ویب سایټ ليکلي چې په دې کار سره به په زرګونو ویب سايټونه بند شي او خلک به د معلوماتو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG