د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان درې ډوله نصاب تعلیم، څنګه ټولنه جوړوي


ګل آياز - مشال راډيو

پراګ :- د پاکستان د نورو صوبو په شان په خيبر پښتنونخوا کې هم زده کونکو ته په دريو نصابو کې زدکړې ورکول کېږي. په دې کې پرايوېټ يا شخصي، سرکاري سکولونه او ديني مدرسي شاملې دي.

په نصاب کې څرګند تفريق سره په ټولنه کې درې مختلف فکر لرونکي طالب علمان رامنځ ته کيږي. او د خپلې ټولنې او چارچاپېر په اړه یې اړه مختلفې رايي جوړېږي.

په امریکا کې د پاکستان يو پخوانی سفارتکار حسين حقانی په خپل کتاب ((پاکستان، د جومات او پوځ ترمنيځه)) کې ليکلي د دې هيواد سرکاري سکولونو نصاب د ايوب خان د وخت راهسي راروان دی، خو ضيا الحق پکې اسلامي نظريي شاملې کړي.

حقانی په خپل کتاب کې کاږي د پاکستان په نصاب کې زيات تره مضمونونه له کرکې او نفرته ډک دي.


خو خپله په بیلا بیلو تعلیمي ادارو کې زدکونکي ټولنې ته کومه سترګه ګوري، په پيښور کې په يوه مدرسه کې د زدکړو وروستو بخت محمد په زرګراباد کې مدرسه چلوي. هغه د ټولنې او د روانو حالاتو په اړه خپل نظر داسې بيانه وی.

((زه په خپل ماحول خوشاله يم. خو په وطن خفه کيږم. زما کوښښ دی چې خپل راتلونکی نسل هم مدرسو ته واچوم او عالمان ترې جوړ کړو.))

که څه هم د نور پاکستان په ګدون خيبر پښتنونخوا او نورو پښتنو سيمو کې ګڼ ماشومان سرکاري سکولونو کې زدکړې کوي. خو د ټولنې په اړه هغوی څه فکر لري او په تيره داسې حالاتو کې چې ويل کيږي په سکولونو کې یې له تعليمي پلوه ډېرې نمګړتياوې دي.

په پيښور کې د يو سرکاري سکول زدکونکی رياض خان له خپله نصابه او استاذانو مايوسه دي. رياض مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې دی د خپل مستقبل په اړه کره يقين نه لري.

((د پرايوېټ سکولونو ماشوم هر ډول زدکړې ترلاسه کوي خو په سرکاري سکولونو کې هغسې سهولتونه نشته. خو بیا هم کوښښ کوم چې ښه زدکړې وکړم او د خپلو خلکو د خدمت جوګه شم.))

د شخصي يا پرايوۍټ سکولونو نصاب د جديد تقاضو سره سم ګڼل کيږي. خو په دي تعليمي ادارو کې زدکړي ترلاسه کول د عام کس د وس نه باهر خبره ده. له دې تعليمي ادارو په نصاب کې د انګريزي او نورو مهم مضامينو سره د کلتور، ميوزیک او جسماني زدکړي هم ورکړي کيږي. په دي تعليمي ادراو کې زدکونکي د نورو ادارو په پرتله زيات شعور لري. هم په پښور کې د يو شخصي سکول زدکونکي ناصر خان په چاپیريال ښه خبر دی او د خپل مستقبل لپاره هم پراميده دی.



((په کوم ځای کې چې هم چاودنه کيږي نو د دې اثرات په سکولونو هم پرېوځي. د ماشومانو زدکړې متاثره کيږي. غوړام چې د هيواد خدمت لپاره زدکړي وکړم.))

د دغه دري واړه تعليمي ادارو ته په کتو سره چې بيلا بيل نصابونه پکې ښودل کيږي، پوښتنه دا راولاړيږي چې کله دغه زدکوونکې خپلي تعليمي زدکړي ترسره کړي نو څه ډول علم، پوهي، فکر او هنر سره ټولني ته واړندي کيږي. په اسلام اباد کې پروفيسر مينر احمد خان کاکړ وايي.


((درې واړه نظام تعليم له درو فکرونو سره خلک ټولنې ته وړاندې کوي چې لویه ستونزه پکې له لومړي سره د مدرسو د فارغ التحصیل هغو دی. د دوی لپاره هیڅ کار روزګار نه وي،د سرکاري سکولونو هغه هم هغسې لوړې جدیدې زدکړې نه لري چې ښه نوکري ولري،او تر ټولو په ګټه کې د پریوېټ سکولو واله دي چې نه یوازې ښه روزګار ورته پیدا کېږي بلکې یو ښه نړیوال لید هم لري.))

پروفيسر منير وايي ((دا دري واړه نصابونه انسانانو جوړ کړي او په دي کې بدلون رواستل ممکن دي.))

پاکستان کې یو شمير کارپوهان په دې نظر دي چې په ملک کې يو نظام تعليم ډېرې مسلي حلولای شي، او پکار ده چې د حکومت په نوښت د نړيوال معيارونو سره سم يو داسي نصاب جوړ کړل شي چې انسانی تمدن ته ګټه ورسوي.
XS
SM
MD
LG