د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا یو موټۍ پاکستان غواړي. د کانګرس پلاوی


امريکا د کانګريس قانون پاسولو کميتۍ مشر ډيوډ ډريېر ويلي هيواد يې د آزاد بلوچستان نه بلکې د يو موټي پاکستان په حق کې دی. نوموړي د کانګريس د شپږ کسيزي پلاوي په مشرۍ دا وخت د پاکستان په سفر ده.

دغه پلاوي د زیارت/ پنج شنبې په ورځ د پاکستان له وزيراعظم او د سېنېټ له چيېر مين سره جلا جلا وليدل. د وزيراعظم او د سينټ د چيئرمين له دفترونو جاري شوي بيانونه وايې ډيوډ ډريېر په ډاګه کړه چې بلوچستان ته د آزاد حيثيت ورکولو قرادرداد د کانګريس او د امريکا د حکومت استازيتوب نه کوي. هم ددې خبرې تصديق په اسلام آباد کې د امريکايې سفارت وياند مارک سټرو مشال ريډيو ته وکړ.

(( امريکايي پلاوي د پاکستان وزيراعظم ته وويل، که ډيموکرېټ، ريپبلکن يا حکومت وي دوی درې واړه د ذيلي کميټۍ لخوا د وړاندي شوي قرارداد حمايت نه کوي. دوی دا هم وويل چې امريکا د پاکستان د زمکنۍ بشپړتيا او سلامتي پلوي کوي.))

د پاکستان بيان زياتوي د کانګرس د ډلي مشر وويل چې د پاکستان او امريکا اړيکې د غلطو خبرونو او غلط فهميو ښکار دي نو د ګڼ اړخيزو او پياوړه سټرټيجيکه اړيکو لپاره دواړو هيوادونو ته يو کېدل پکار دي.
XS
SM
MD
LG