د لاسرسي ځای


پامیر ساحل ـ مشال راډیو

پراګ:- په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د دې هیواد لوړ پوړو پوځي او دفاعي چارواکو په افغانستان کې د مذهبي نسخو د سوزولو پر کار بښنه غوښتې ده؛ د هیواد په بېلا بېلو ښارونو کې د امریکا ضد مظاهرې د جمعې په ورځ هم روانې دي. دلته پوښتنه دا پیدا کېږي چې په دې وخت کې سختدریځه ډلې اوس د ولس فکر او احساسات لا نور څنګه د امریکا یا د غرب ضد کولای شي او له دې اصلاً ګټه څوک اخلي؟

د افغانستان د باګرام په پوځي اډې کې د مذهبي نسحو د سوزولو پر ضد د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې له تاو تریخوالي ډکې مظاهرې شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر باراک اوباما له افغانانو بښنه وغوښته او هلته د مظاهرو پر مهال د افغان ملي پوځ سر تېري دوه امریکايي پوځیان هم ووژل.



د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه رپورټ تر مخې دا مظاهرې په عمومي توګه د غرب پر ضد او په خاص ډول د امریکا ضد احساسات نور هم زیاتوي او پاروي یې.

پوښتنه دا ده چې سختدریځه او د افغان دولت مخالفې وسله والې ډلې څنګه د افغان ولس احساسات او ذهنیت لا نور د امریکا او غرب ضد کوي؟

په کابل کې د شریعت او د دیني علومو کار پوه قاضي حسن حقیار وايي، ذهنیت د افغانانو لا مخکې هم د امریکا ضد وو، او له داسې کارونو سره نوره کرکه هم زېږول کېږي.

قاضي حسن حقیار وايي، ټولې مخالفې ډلې له دې اوسني صورتحال ګټه پورته کوي: (( دا هغه کړنې دي چې د امریکایانو پر ضد دي، په تاوان یې دي، دا کار که هر څوک کوي ، که امریکایان یې کوي، له دې نه مخالفو کړۍ ګټه پورته کوي.))

حسن حقیار وايي، د ده په فکر دا کار د امریکا پالیسي نه ده. دا یواځې ځېنو کسانو په ډېره ټیټه کچه کړی دی.

حسن حقیار مشال راډیو ته وویل، هغه امریکایانو چې دا کار یې کړی، دوی د خپل دې کار په نتیجو نه پوهېدل.

نوموړی وايي، افغانان د مظاهرو حق لري، خو که په دې کې خلک وژل کېږي او یا هم ملکي شتمنیو ته تاوان رسېږي نو دا کار نه د قران په ګټه دی او نه هم د افغانستان.

په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د دفتر مشر غفور لېوال وايي، په عقیدوي مسلو کې د ولس پارول ډېر اسانه کار دی. او په افغانستان کې چې په دې سلسله کې څه روان دي هغه سیاسي بڼه لري.

غفور لېوال وايي، په دې عمل کې باید دیني علما تر ټولو زیات خلک پوه کړي چې ولس د مظاهرو حق لري خو باید له دې د افغانستان او د دې هیواد د خلکو مخالفین ګټه وانخلي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د دفتر مشر غفور لېوال وویل، دا کار ریښتیا هم د نړیوال اېتلاف لپاره تاواني دی، او په افغانستان کې به د دوی لپاره مشکلات نور هم زیات کړي.

په کابل کې د سیاسي او ټولنیزو چارو کار پوه حسن ولسمل له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، دا مظاهرې چې اوس په افغانستان کې روانې دي او عامه شتمنیو ته په کې زیان رسېږي دا د اسلام لپاره نه دی.

کار پوهان په دې اند دي چې اوسمهال د افغان دولت مخالفه سختدریځې او وسله والې ډلې او د ځېنو هیوادونو استخباراتي شبکې په افغانستان کې له دې موقعې ګټه اخلي او د ولس احساسات لا نور د امریکا او غرب ضد پاروي او نظر او ذهنیت یې ور بدلوي.
XS
SM
MD
LG