پاکستان په رسمي توګه له افغان طالبانو د سولي په خبرو اترو کي د ګډون خواست کړی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکي نن د فبرورۍ په ۲۴مه د جمعې ورځ د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني په خپل یوه خپور کړي بیان کې پر طالب مشرانو له افغان حکومت سره نيغ په نيغه د خبر اترو زور ورکوي.
نوموړي زياته کړې ، مخلصانه هيله لري چې طالبان او نوري ډلي به دده دې خواست ته ځواب ووايې. په بيان کي د وزيراعظم له خولې ويل شوي چې په افغانستان کي د روغي جوړي د پرمخ وړلو لپاره پاکستان تر خپله وسه هر څه کوي.
که څه هم امريکا او طالبان د سولي خبري اترې کوي خو طالبانو له افغان حکومت سره نيغ په نيغه له خبرو کولوڅخه انکار کوي. د پاکستاني وزيراعظم ددې تازه بيان په اړه لا د افغان طالبانو غبرګون مخي ته نه دی راغلی.