د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پرتاڼې برید، پړه عبدالله عزام برېګېډ ومنله


په پېښورکې پر تاڼه د برید وروسته پولیس د خپل یو ملګري مړی اوچتوي.۲۴ فبروري ۲۰۱۲م کال
په پېښورکې پر تاڼه د برید وروسته پولیس د خپل یو ملګري مړی اوچتوي.۲۴ فبروري ۲۰۱۲م کال

برید د جمعې پر سهار، په پېښور کې د پولیسو پر تاڼه شوی وو.

دا برید د پېښور ښار په مرکزي سیمه کې له لاهوري دروازې سره نېږدې شوی وو.


د شنبې په ورځ، د عبدالله عزام برېګېډ وسله والې ډلې یوه ویاند، مشال راډیو ته له نامالومه ځای په ټیلي فون وویل، د دې حملې پړه پر غاړه اخلي.

په دې برید کې څلور پولیسان وژل شوي، او پینځه ژوبل شوي ول.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي ول برید کوونکو غوښتل چې تاڼه ونیسي او د خپلو غوښتنو د منلو لپاره هلته شا و خوا ۳۰۰ پولیسان یرغمال کړي.

نوموړي وویل، داسې اطلاع ده چې کېدای شي ((ترهګر په بنو کې)) هم ورته برید وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې د امنیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د میا افتخار حسین وویل، په ټوله صوبه کې یې تر خپلې وس امنیتي تدابیر نیولي دي. خو چې یو کس راځي او له ځانه سره بمونه راوړي، او خپل ځان هم بارودو الوزوي نو د داسې کسانو پر وړاندې چې امنیت وساتل شي نو هغوی خو هم له غوښو جوړ دي او د دې ډول برید کوونکو پر وړاندې سر شیندنه کوي.


د پېښور پولیس مشر امتیاز الطاف له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وسله والو سهار مهال ناڅاپه پر سي ډیویژن یا کوتوالۍ تاڼه برید وکړ.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ، په پېښور کې د کواټ په اډه کې هم پر یوه ولاړ موټر برید شوی وو چې په کې ۱۵ کسان وژل شوي، ۴۰ ژوبل شوي ول.
XS
SM
MD
LG