د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په قبایلي سیمو کې به ماشومان سکولونو ته رابولو"


به خیبر کې د باچاخان سکول چې اورپکو په بمونو والوزولی
به خیبر کې د باچاخان سکول چې اورپکو په بمونو والوزولی
فرهاد شینواری - مشال راډيو

خیبر ایجنسی: د فاټا سیکرټریټ او پولیټیکل چارواکی وايي چې دوی په قبایلی سیمو کې د هر ماشوم لپاره د تعلیم حصول لازمی ګرځولي دي.

دوی وايي چې اوس به ددې مقصد لپاره په قبایلی سیمو کې د ځايي مشرانو کمیټۍ جوړېږي، او چې په کومو سیمو کې سرکاري سکولونه موجود او فعاله وي،او ماشومان ورته نه ورځی نو د پلرونو پر ضد به یې سخت ګامونه پورته کېږي.

دغه کمیټۍ به د تعلیمي څانګې په مرسته به سره په سرکاري سکولونو کې د ذده کونکو شمیره او د استاذانو حاضری هم ګوري.د فاټا سیکرټریټ او پولیټیکل چارواکو ته به یې میاشتنۍ رپورټ هم وراستوي.

د ق خیبر ایجنسۍ ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ سید احمد جان په دې اړه مشال ریډیو ته وايي چې(( د حکومت دغه پالیسي به په خیبر کې هم عملي کېږي، او هر ماشوم او ماشومه به اوس سکول ته ځې،او چې څوک یې نه لیږی د هغوی په خلاف به کاروايي کوو))

نوموړی وویل چې(( په کومو سیمو کې سرکاري سکولونه په بمونو الوزول شوي دي، نو هغه به هم جوړوو،خو په دستی توګه به ورته خیمې ورکوو،چې د تعلیم د حصول دغه لړۍ پکې روانه شی))

د حکومت دغې پریکړې په اړه د خیبر ایجنسۍ یو مشر ملک اشرف آپریدی وايي چې(( دا خو یو ښه ګام دۍ، موږ په دي کار کې د حکومت پوره پوره مرسته کوو، خو چارواکو له دا هم پکار دی چې په دي سیمو کې په سرکاری سکولونو کې د اوبو،بجلۍ او د فرنیچر دنشتوالی او دکوټو د کمښت په اړه هم ګامونه پورته کړي.))

د خیبر پړلیټیکل چارواکی وايي چې حکومت په سرکاري سکولونو کې ذده کونکو ته د نورو آسانتیاو په ګډون تر لسم جمات پورې وړیا کتابونه هم ورکوي،او باید هر تن په دې سیمه کې خپل ماشومان سرکاري سکولونو ته ولیږي.

د خیبر ایجنسۍ د تعلیم څانګې په وینا په دې وروستیو کې په خیبر ایجنسۍ کې له ۸۰ نه زیاتو سرکاري سکولونو کې بمی چاودنې شوي دی چې خوا وشا ۶۰ سکولونه پکې مکمل له منځه تللي دي،چې له کبله یې د تعلیم په شرح باندې ډیر اغیز شوی دی.
XS
SM
MD
LG