د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: یو ځان وژونکي او ۱۴ وسلوال طالبان نیول شوي




په کندهار کې د یوه ځان وژونکي په ګډون ۱۴ وسلوال طالبان نیول شوي دي.

چارواکي وایي، چې دغه کسان یي د لسګونه میله وسلو او چاودیدونکو موادو سره یو ځای نیولي.

د کندهار د امنيي قومندانۍ د امنیت امر رحمت الله اطرافي وایي، چې دغه کسان په کندهار ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

اطرفي وویل، چې یو ځان وژونکي په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه موټر سره چې په چاودونکي توکي بار وو نیول شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG