د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو کلتوري مضمون د پښتونخوا په سکولونو کې



عبدالحی کاکړ - مشال راډيو

پراګ :- د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې په تعليمي نصاب کي د ثقافت (کلتور ) مضمون د شاملولو اعلان کړی دی. د حکومت په وينا ددې ګام مقصد ماشومان د خپلي خاوري له تاريخ او ژوند ژواک څخه خبرول دي.

د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل چې په ماشومانو کي د ثقافت د پوهاوي خورولو لپاره د يو مضمون په توګه په نصاب کي د شاملولو فيصله کړې ده....

(( دلته په پښتونخوا کې کلتور د یوه مضمون په توګه له لویه سره نه ښودل کېدی او اوس موږ غواړو چې ماشومانو ته له وړوکتوب څخه خپل کلتور او ثقافت وښييو.چې د ثقافت ارزښت څه دی، کلتور وايي څه ته، ځکه چې زموږ د قام لوی لوی خلک د کلتور په مانا نه پوهېږي، بلکې خلک موسیکۍ او ګډا ته کلتور وايي، خو د ژوند له لومړۍ بیا تر وروستۍ ورځې هره شېبه له ثقافت او کلتور سره تړلې ده.))

د خيبر پښتونخوا د تعليمي نصاب د جوړولو او چاپولو د ادارې مشر ډاکټر فضل رحيم مروت بيا د ثقافت د مضمون په نصاب کي د شاملول له تيرو څو لسيزو راهيسي په سيمه کی د تشدد له رواني لړی سره هم تړي.

(( د افغانستان او ایران انقلاب نه پس چې زموږ په سیمه او خاوره کوم غوبل روان دی او په کومو صورتونو کې دی، له هغه سره د کلاشنکوف کلتور او د تشدد نور اړخونه په ټولنه کې وغځېدل، ځانمرګي بمي بریدونه وشول، تشدد مدرسو او ښوونځیو ته ننووت.چې په دې سره کلتور ته ډېر زیات زیان ورسېدلی، د هغو ختمولو لپاره موږ بیلا بېلې طریقې کارول غواړو چې خپله ټولنه عادي حالت ته راوګرځوو. ))

د حکومت له لوري د ثقافت د مضمون په نصاب کي د شاملولو تر پريکړي وړاندي دا مضمون د باچا خان ټر سټ تر انتظام لاندي چليدونکو سکولونو کي ښودل کيږي. ددې ټرسټ مشر پروفیسر خادم حسين وايې د پاکستان تعليمی نظام داسي وضع کړل شوی دی چې هغه د ماشومانو تخليقي او سائنسي صلاحيتونه هغسي نه ښه کوي لکه چې د نړيوالو معيارونه له مخي ورته ضرورت دی.

(( تعلیم کې دننه یا چې د تعلیم کوم پوره نظام وضع کړل شوی دی، هغه په بنیادي توګه یو غاړې ته د خلکو تخیلقي صلاحییت ختموي، یا ماشومان چې کوم تخلیق له خپله کوره، کلي یا محلو نه راوړي، هغه هم په سکولونو کې ختم شي، او بل دا چې هغوی له خپل ماحول، تاریخ او تسلسل نه جدا کړي، او زما په خیال کې ماشومان په سرکاري سکولونو کې له خپل کلتور سره وتړل شي نو په راتلونکو شپږو یا لسو کلونو کې به نه یوازې د دوی تخلیقي صلاحیت لوړ شي، بلکې له یو مختلیف سوچ سره به رالوی شي، د مسلو د هواری سوچ به ولری .د خپل ماحول د خپلې خاورې د خپل میراث او ورثې او د خپل تخلیقي اظهار لپاره به د یوه کامل فکر خاوندان شي.))


پروفيسر خادم حسين زياتوي چې د ثقافت مضمون د باچاخان ټر سټ تر انتظام لاندي سکولونو د ورښودلو وروسته دوی يوه سروې وکړه چې داسي مثبتي نتيجې يې ورکړې چې هغه په سرکاري سکولونو کي ډير کم تر سترګو شوی دي.

(( د باچاخان د سکولونو ماشومانو او د عامو سکولو ماشومانو کې د تخلیق په حواله ،د څېړنو او تجزیو په حواله، د هنرونو په حواله، د جمالیاتي احساس په حواله، او له خپلې خاورې سره د تړون په حواله ډېر لوی فرق وي.))

زبير توروالي چې پرژبو او کلتوري چارو کار کوي د حکومت دا ګام ستايي. دده په وينا که د ثقافت مضمون په نصاب کي شامل کړل شي نو دا به د ماشومانو يو داسي نسل تيار کړي چې هغه به له سیمه ییزو کرکو پرته هرڅه په فکري او ساینسي چوکاټ کی ګوري.

(( یو نتیجه خو دا ده چې د ماشوم به ذهن خلاص شي، چې ‌‌ذهن پراخ شي، نو د امن لوري ته به خبره لاړه شي، د انسانیت خوا ته خبره لاړه شي، د هغه نړۍ لید له خپلې فرقې نه، تنګ نظرۍ نه ، ژبني تنګ نظرۍ نه، توکمیزه یا نسلي تنګ نظرۍ نه به ووځي او خپل کلتور به خپل کلتور به واخلي او له دنیا سره به په امن او سوله کې ژوند وکړي، او دنیا ته به په ښه نظر ګوري.او تهذیب او پرمختګ لوري ته به یې مخه شي.

د خيبر پښتونخوا د حکومت په وينا د تعليمي نصاب حکومتي اداره ددې مضمون د موادو کتنه کوي او هيله کيږي را روان کال به دا مضمون په سکولونو کي د ورښودلو سلسله پيل شي.

د پاکستان په آئين کي د اتلسم ترميم د شامليدو وروسته د پښتونخوا صوبې له لوري د تعليم په څانګه په تيره بيا د نصاب په برخه کې دا دویم مهم ګام بلل کيږي.
XS
SM
MD
LG