د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د خبریالانو او ولسي وګړو وژل غندل شوي


په شام کې د دوو غربي خبریالانو په ګډون د ولسي خلکو وژنې په ټوله نړۍ کې غندنې روپارولې دي. امریکایی خبریاله چې د یوې برتانوي ورځپاڼې سره یې کار کولو، او یو فرانسوی فوټوګرافر تیره ورځ د شام په حمص ښار کې د امنیتي ځواکونو لخوا په مخالفینو په بمباریو کې ووژل شول.

د برتانیې وزیراعظم ډیوډ کیمرون د دغه پیښې غندنه کړي او وایې، ً دا د هغه خطرونو چې خبریالان ورسره په شام کې نړۍ ته د حقایقو ورکولو په لړ کې مخامخ دي ، یوه د خفګان وړ یادونه ده، او دوی د دغه خبریالانو د کورنیو او ملګرو سره خپل خفګان شریکوي.ً

په شام کې فعالین وایې د امنیتي ځواکونو لخوا په بمبارۍ کې شپیته کسان ووژل شوې دي. د سنډې ټایمز شپږ پنځوس کلنه خبریاله میري کولوین او فرانسوی اته ویشت کلن فوټوګرافر ریمي اوخلیک د دغه ښار په بابا امر سیمه کې د میډیا په یو مرکز په بمبارۍ کې ووژل شول. چې پکې درې نور غربي خبریالان ژوبل هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG