د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا ايټمي وسلو په اړه خبرې روانې دي


امریکا د شمالي کوریا سره د دغه هیواد د پخواني مشر کم یانګ ایل د مرګ او د هغه د زوی په واک کې د راتلو وروستو په لومړي ځل په ایټمي وسلو خبرې پیل کړي دي.

د امریکا استازي ګلاین ډیویس تیره ورځ بیجنګ ته د خپل سفر په وخت وویل، دوی د کم یانګ اون پالیسیو ته ګوري ، چې دی په کوم اړخ خپل ملک بیول غواړي.

په بیجنګ کې دا د شپږو ملکونو تر مینځ د تیرې جولای وروستو د وسلو کمولو روانو خبرو دریم پړاو دی، چې پکې چین، جاپان، روس، او شمالي کوریا شامل دي. پیانګ یانګ په ۲۰۰۹م کال کې له دغه خبرو په شا شو، او وروستو یې خپله دویمه ایټمي چاودنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG