د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيښور : بمي چاودنې پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د پېښور په کوهاټ اډه کې د شوې چاودنې وروسته یو تن ویجاړ شوی کوچ ډډې ته کويږ۲۳م فبروري.۲۰۱۲
د پېښور په کوهاټ اډه کې د شوې چاودنې وروسته یو تن ویجاړ شوی کوچ ډډې ته کويږ۲۳م فبروري.۲۰۱۲

د پښتونخوا مرکز پیښور ښار په کوهاټ اډه کې یوې بمي چاودنې ۱۵ کسان وژلي او له ۳۵ زیات یې ژوبل کړي دي.


دبم چاودنې پيښه نن د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د پيښور ښار جنوب لويديځ لور حلقوي سړک) رنګ روډ ( ته نژدې په کوهاټ اډه کې وشوه.

د پيښور لیډي ريډنګ روغتون د شعبه حادثات یوه چارواکي رسنیو ته ویل چې د یوشمير ټپيان ډېر سخت ژوبل دي او ښايي د مړیو اصلي شمیر زیات شي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پیښور پولیس مشر اې آی جي شفقت محمود د پیښې په ځایې کې میډیا ته وویل، بارودي مواد په یو موټر کې ځاې پرځاې کړل شوي وو: (( په یوه کرولا ګاډي کې تقریبا ۴۵ کلوګرامه پورې بارودي مواد په دغه چاودنه کې استمال شوې او ځکه یې نقصان هم زیات ورسولو. ))

هغه همداشان وویل ګومان کیږي، چې په یاد موټر کې پر نورو موادو سربیره د توغندي مرمۍ هم ځای پرځای شوې وې.
پولیس وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې په اډه کې ولاړ څه نا څه ۱۵ فلاینګ کوچونو ته زیان رسېدلی دی.

د پیښې ژوبل کسان لیډي رېډنګ روغتون ته وړل شوې دي.
له چاودنې په اډه کې ولاړو ګڼ شمېر نورو ګاډو ته هم نقصان رسیدلی دې.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له مشال راډيو سره په خبرو کې ددغه پېښې په اړه وویل، چې د ښار امنیت ډېر ټینګ ساتل شوی خو که بیا هم امنیتي کمی ولیدل شو نو ددې لپاره به پوره انتظامات کوي.او د دغه حالاتو مقابله کوي.

افتخار حسین زیاته کړه، چې په سیمه کې روانه ترهګري هله ختمېدای شي چې پاکستان، افغانستان او امریکا درې واړه خپلې غلط فهمۍ ختمې کړي، له ترهګرو سره دې یا خو مذاکرات وکړي او یا هم د دوی خلاف منظمه کاروايي وکړي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


کوهاټ اډه د پيښور ښار جنوب ختيځ لورته د پيښور- کوهاټ د لويې لارې پر سر په یوه ګڼ میشته سیمه کې واقع ده، چې د کوهاټ، ټل، پاړه چنار، بنو، هنګو، وزیرستانونو او ډيرو نورو جنوبي او جنوب ختیزو سیمو اوسیدونکي له دې ځایه تګ راتګ کوي.

همداشان اډې ته څيرمه د ودانیو ښيښې ماتې شوي خو په کورونو کې د مرګ ژوبلې راپور لا نه دي ورکړل شوی.

تر اوسه لا چا د پيښې مسوولیت نه دی منلی او نه هم سرکاري چارواکو د کومې خاصې ډلې نوم اخیستی خو د پيښور د امنيتي چارو یوه چارواکي سراج احمد خان له رسنیو سره په خبرو کې هغه شرخوښي، چې له دې وړاندې يې په یوشمير ورته ولسي سیمو کې د بمي چاودنو او ځانمرګیو بریدونو مسوولیت منلی په دې پيښه کې په لاس لرلو تورن کړل.

له کوهاټ اډې څخه پر نورو سیمو سربیره د هنګو، پاړه چنار، آدم خیلو درې او ځينې هغو سیمو مسافرين هم سفر کوي، چې له وړاندې پکې د بیلابیلو مذهبي ډلو او یا هم د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ تاوتریخوالی موجود دی.

د یادونې وړده، چې له دې وړاندې پاکستاني وسله والو طالبانو د ډيری ورته پيښو مسوولیت منلی خو دنننۍ هغې په باب يې لا څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG