د لاسرسي ځای


سید شاه سقیم - مشال راډيو

کندهار :- د افغانستان په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو يوې لس کسيزې ډلې وسلې پر ځمکه ايښې دي او له جګړې څخه يې لاس اخيستى دى. د دغې ډلې قومندان وايي چې له دولت سره د هېواد پالنې او افغانيت په اساس يو ځاى شوي دي .

د وسله والو طالبانو لس کسيزه ډله چې مشري يې د ملا زين الله په نامه د طالبانو جنګي قومندان کوله په کندهار کې له دولت سره يو ځاى شوه او وسلې يې دولتي چارواکيو ته وسپارلې .

د کندهار د سولې د ولايتي شورا غړي وايي ملا زين الله اخوند چې په ګل کاکا مشهوره دى له تېرو څو کالو را په دې خوا يې د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول.

په کندهار کې د سولې د شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي وايي چې د ګل کاکا وسله والې ډلې د مولوي قاسم په نوم د طالبانو له وسله وال ګروپ سره تړاوو درلود.

دى وايي موږ به له دولت سره له يو ځاى شويو کسانو سره د شته امکاناتو په اساس خپلې ټولې مرستې وکړو .

(( ملا زين الله اخوند چې د مولوي محمد قاسم اخوند د ګروپ فعال غړى وو دا دى په دې درک سره راغلى دى چې له خپلو وروڼو سره يو ځاى شي خداى دي وکړي چې د دوى نور ملګري هم راشي او له خپل دولت سره يو ځاى شي ))

حاجي عطا محمد احمدي زياتوي چې يو ځاى شويو کسانو ته به د اوسېدو د پاره د ځاى او د سر ساتنې بندوبست کوي او وروسته به يې ورته څه روزګار هم لټوي .

د وسله والو طالبانو د له خوا د کندوز ولايت پخوانى والي او دا مهال د کندهار د حج او اوقافو رييس مولوي نور العزيز بيا وايي که څه هم له دولت سره تر يو ځاى کېدو وروسته وسله وال يو له جګړې لاس په سر شويو کسانو ته ستونزې جوړوي خو دوى به يې کلکه مقابله کوي.

دى وايي طالبان بايد له دې وروسته د نورو د پاره له جګړې کولو لاس واخلي او د خپل ولس وينه ونه بهوي.

(( زموږ اهداف دا دي چې موږ نه غواړو زموږ د خپلو هېواد والو وينې وبهېږي. دا جنګ د خارج د پاره دى. طالبان بايد په دې وپوهېږي چې زموږ وزير دفاع د چا په زندان کې مړ شو، طالب جانه ليږ دي خپل کآرونو ته فآم وکړه پاکستان زموږ دوست نه دى. زموږ مشران د پاکستان په زندانونو کې ناست دي. زموږ مشران د پاکستان په زندانونو کې وژل کېږي. هغه وخت چې افغانستان زموږ په واک کې وو لومړى بمبار پر موږ د پاکستان له ميدانونو څخه وشو. موږ بايد دې ځاى توجه وکړو. طالب جانه په لحاظ د خداى دا عذر درته کوک دا پېشنهاد درته کوم چې له خپلو افغاني وروڼو سره يو ځاى شه ))

له دولت سره د يو ځاى شويو وسله والو طالبانو قومندان ملا زين الله وايي چې په يوازې په تېره مياشت کې يې بهرنيانو په کور دولس ځله د شپې له خوا چاپې وهلې دي.

دى وايي خارجي طالبانو موږ له خپل دولت سره په جګړه اخته کړي وو خو کله به چې سخته راغله نو دوى به راڅخه بېرته لاړل .

د ده په خبره نور نه غواړي چې لاسونه يې د خپلو وروڼو په وينو سره شي او ګټه يې بهرنيانو ته ورسېږي.

(( کله چې افغانستان ته طالبان راغلي دي زه ورسره وم ، تر اوسه پورې مي په پنجوايي ولسوالۍ ، سپېروان ، زنګاوات ، پاشمول ، نلغام ، سنګيسار او تلقان کې وظيفه اجرا کړې ده. کله به مي پېنځوس ، کله لس ، کله شل او کله هم سل جنګيالي درلودل. له دولت څخه هيله لرم چې له موږ سره همکاري وکړي، وطن را جوړ کړي او موږ ته د امنيت يو داسې ځاى راکړي چې موږ پکې دا خپل بچي واچوو ، بيا چې دوى هره غوښتنه راڅخه لري موږ يې ورسره ومنو ))

په کندهار کې تر دې وړاندې هم د سلو تنو په شاو خوا کې وسله وال طالبان له دولت سره يو ځاى شوي وو چې ځينې يې دا مهال په لوړو دولتي چوکيو ګمارل شوي دي.

دا په داسې په حال کې ده چې په دې وروستيو وختونو کې د کندهار د سولې ولايتي شورا خبر ورکړى وو چې د کويټې مېشتو طالبانو ته يې چې دا مهال په افغانستان کې په جګړه بوخت دي د خبرو د پاره سړي ليږلي دي.
XS
SM
MD
LG