د لاسرسي ځای

تازه خبر

برهمداغ بوګټي د خپلواک بلوچستان قرادار حمایت کړی


د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي بلوچ ريپبلکن ګوند مشر برهمداغ بوګټي
د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي بلوچ ريپبلکن ګوند مشر برهمداغ بوګټي
د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي بلوچ ريپبلکن ګوند مشر برهمداغ بوګټي د کوټې خبريالانو ته په يوه ټليفوني خبري کنفرانس کې په امريکايي کانګرس کې د خپلواک بلوچستان د قرارداد په کلکه ملاتړ کړی دی.

نوموړي ويلي دي چي د پاکستان حکومت او د ځينو ګوندونو مشرانو چې د دې قرارداد غندنه کړې، هغوی په اصل کې پنجاب په خطر کې ويني.

برهمداغ بګټي د بلوچستان له وزير اعلی او ګورنر څخه غوښتنه کړې چي له خپلو چوکیو دې استعفى وکړي او د بلوڅانو په قامي غورځنګ کې دې شامل شي.

په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي له اوو کلونو راهيسې وسله واله مبارزه کوي او اوس د امريکا په کانګرس کې د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر وړانديز کړی دی، چې بلوچستان دې خپلواک هېواد شي.

د پاکستان د لویې صوبې د بيليدو پارونکې خبرې چې يوه امريکايي سېنېټر کړې دي، په پاکستان کې غوغا جوړه کړې ده.

د دې مسلې له ياديدو سره هغه ديپلوماتيکي هڅې چې د واشنګتن او اسلام اباد تر منځ د ښو اړيکو لپاره روانې دي، پيچلې شوې دي.

تيره جمعه د ریپبلیکن ګوند سېنېټر ډانا رورابکر وويل، چې د بلوچستان خلک حق لري چې د ملي حاکميت څښتنان وي او ځان ته خپلواک هېواد ولري.

د ګڼو امريکايي رسنیو په وينا کانګرس ته د رورابکر د وړاندې شوي قرارداد د برياليتوب چانس لږ دي.

په پاکستان کې هم يو شمير سياستوال ورته نظر لري. په اسلام اباد کې د سياسي چارو څيړونکي ډاکټر همايون خان وايي:

« ګومان نه کوم چې کانګرس به دا ومني چې د بلوچستان مساله دې رااوچته شي او که چيرته داسې وشو بيا به د پاکستان لپاره ګرانه شي او دا خو د پاکستان په کورنۍ مسالې کې لاسوهنه ده »

د دې سربيره چې په امريکا او پاکستان کې کانګرس ته د رورابکر د قرارداد د برياليتوب چانس لږ تر سترګو کيږي، بيا هم پاکستاني ديپلوماتانو او رسنيو سخت عکس العمل څرګند کړي دي.

د پاکستان ولسمشر وويل چې دا يو بريد دی چې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا شوی ، په واشنګتن کې د اسلام اباد نوې سفيرې شيري رحمان بيا خبرداری ورکړ چې له دې سره به د پاکستان او امريکا پر اړيکو خورا ناوړه اغيز پريوزي.

پاکستاني رسنيو بيا سېنېټر رورابکر تورن کړ چې غواړي په دې ډول پاکستان د بالکان هيوادونو په څير وويشي.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې دا تورونه رد کړې دي.
XS
SM
MD
LG