د لاسرسي ځای

له امریکا سره به په خپلو ترینګلو اړیکو خبرې کوم.کر


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ریانی کر ویلي دي چې هغه به د راتلونکی زیارت په ورځ په لندن کې له خپلې امریکایي سیالې هیلری کلنټن سره ګوري او د دواړو هیوادونو تر منځ په ترینګلو اړیکو به خبرې وکړي.

دغه څرګندونې نوموړی د نهی په ورځ په لندن کی د برتانییا د خارجه چارو وزیر ولیم هیګ سره د یو ګډ خبري کانفرنس پر مهال کړي دي.

حنارباني کر زیاته کړه هغه هیله منه ده چې پاکستان او امریکا خپل منځي اختلافات ختمولای شي، خو د اړیکو دبیارغولو لپاره به د ځینو شرایطو ټاکل ضروري وي.
(( موږ هیله لرو چی په سیمه کی زموږ ګډ مقصدونه او هدفونه چی په سیمه کی او په افغانستان کی د امن او استحکام راوستلو په اړه دي ، ورسره به پاکستان او امریکا وکړای شي خپل تعلقاتو ته وده ورکړي. خو بیا په دې کې ځیني شرایط هم دي ، او هغه شرایط یوه داسی لاره موندل دي چی د خپل مینځیوګټو لپاره دې وي ، چې مخکې یې وړاندوینه کیدای شي ، او دا دې روڼ او دوامداره وي))

دپاکستان او امریکې ترمنځ اړیکې چې له وړاندې نه خړپړ دي، دتیر کال په نومبر میاشت کې په پاکستاني خاوره د ناټو د بمبارۍ په ترڅ کې د څلور ویشتو پاکستاني ځواکونو د وژل کیدو له امله نور هم خراب شوي دي.
XS
SM
MD
LG