د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ چوکو لپاره جوړجاړی


خالدخان-مشال راډیو

پېښور :- د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې به د سينټ لپاره د صوبې نه دولس (۱۲) نوي غړې منتخبوي خو د سياسې ګوندونو سره سره په دې انتخاب كې ځینې مالدار خلک هم د آزاد اميدوار په توګه برخه اخلې او څيړونكى وايې چې د سينټ اليكشن كې به يو ځل بيا د ووټ خرڅولو او اخیستو روايت پيل شى.

په پښتونخوا اسمبلۍ كې د مخالف ګوندونو مشرانو وړمه يوه غونډه د پاكستان مسلم ليګ ق صوبايي مشر او د قامي اسمبلۍ غړي امير مقام په كور كې وشوه او دا پريكړه یې وكړه چې د جنرل سيټس لپاره به جمعيت علماء اسلام، پاكستان مسلم ليګ ن او مسلم ليګ ق يو يو اميدوار دروي او دغه شان د پيپلز شيرپاو ګوند په ګډون به ددې ګوندونو په ټيكنوكريټس، ښځو او اقليتي چوكو متفقه اميدوار وي.

انجنیېر امير مقام مشال راډیو ته وویل، دوى به په صوبايي اسمبلې كې د آزاد غړیو حمايت هم تر لاسه كوي او پكار ده چې حكومت له دوی سره په دې اړه جوجاړۍ وکړي.

خو د واكمن عوامې نيشنل ګوند صوبايي صدر افراسياب خټک وايي که چېري مخالف ګوندونه له حقيقت پسندۍ كار واخلې نو دوی په جنرل چوکیو د اپوزيشن يو اميدوار منلو ته تيار دى.

په دغه دولس چوكو كې اووۀ جنرل چوکۍ ، دوه دوه ټيكنوكريټس او ښځو لپاره او يو د مذهبي اقلیت لپاره ده. دا مهال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ كې د مخالف ګوندونو ټوله شميره ۳۳ تنه ده او د فارمولې مطابق د جنر ل چوکۍ ګټلو لپاره لږ تر ۱۶ ووټونوته ضرورت وي او دغه شان د ټيكنوكريټس چوكۍ لپاره ۴۲ ووټونو پکار دي.

د سېنېټ لپاره عوامى نيشنل ګوند شپږ، پيپلز پارټۍ ۵ پينځه اميدوارانو ته ټكټ وركړی دى. خو څيړونكى وايي چې په دې ټاكنو كې ځینې مالدار خلک د آزاد اميدوار په حيث برخه اخلې او كه چرې سياسى ګوندونه په خپلو كې متفق نه شى نو د ووټ خرڅولو او هارس ټريډنګ روايت به يو ځل بيا په صوبه كې پيل شى.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ كې دپارلماني غړو شميره ۱۲۴ ده چې د عوامى نيشنل ګوند ۴۸، پى پى پى ۳۰، جمعيت علماء اسلام ۱۵، مسلم ليگ نواز ۹، ق ليګ ۶ شيرپاو ډلې ۳ او آزاد غړې ۱۳ دي.
XS
SM
MD
LG