د لاسرسي ځای

د کابل ملاتړ پرته پاکستان د خبرو ملاتړ نه شي کولای


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کر

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کر

سرچینه: ګارډين ورځپاڼه
ژباړه : بشير ګواښ

پاکستان وايي که د افغان طالبانو سره د روغې جوړې خبرو سره د افغانستان هوکړه نه وي، دوی به يې ملاتړ ونه کړي.

ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې د پاکستان د بهرنيوو چارو وزيرې حنا رباني کر ويلي چې ملک به يې تر هغې د امريکا له خوا شروع شوي په قطر کې د طالبانو سره د مذاکراتو د بهير ملاتړ ونه کړي چې افغانستان ددې خبرو سره راضي نه وي.

د برتانییا ګارډين ورځپاڼې ويلي چې پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفر وروسته هم حنا رباني کر ورسره په يوه مرکه کې ويلي چې دوی ته لا واضحه نه ده چې رښتيا هم د کرزي حکومت غواړي په قطر کې د طالبانو سره خبرې وکړي او که نه! په مقاله کې راغلي چې طالبانو د نړيوالې ټولنې سره د خبرو کولو لپاره زړه ښه کړی او د دې کار په خاطر يې قطر ته خپل استازي هم ليږلي.

څه موده وړاندې حامد کرزي د خبرو لپاره د ځای په توګه د قطر په ټاکلو خفګان ښودلی وو او په احتجاج کې يې له دغه هيواده خپل سفير هم راغوښتی وو. هغه سعودي عرب د خبرو لپاره غوره ځای باله خو وروسته يې بيا د قطر په اړه بيرته خپل دريځ نرم کړ.

ګارډين ورځپاڼې د حنا رباني کر له خولې ليکلي چې په قطر کې د سولې د خبرو په اړه د افغانستان دريځ واضحه نه ده. د هغې په وينا افغان حکومت ځينې وخت د دې خبرو د ملاتړ خو ځينې وخت بيا له قطر څخه د خپل سفير د راغوښتلو خبره کوي. حنارباني کر ويلي د داسې خبرو ملاتړ کول چې په اړه يې پوره وضاحت موجود نه وي او چې آيا افغان حکومت يې پوره پوره تر شا دی او که نه!، خطرونه ډير دي. د هغې په وينا افغانستان بايد په دې اړه ښکاره ښکاره ووايي چې د سولې له خبرو څخه د خپلو هدفونو رسيدلو لپاره څه پلانونه لري.

خو له دې هر څه سره سره حنا رباني کر ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې پاکستان د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي. نوموړې هغه رپورټونه رد کړي چې ګوندې قطر ته يې د طالبانو د ورتګ مخنيوی کړی دی.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزيرې حنا رباني کر له خولې دا هم ليکلي چې د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ځای ځایګی پاکستاني چارواکو ته نه دی معلوم. ياده دي وي چې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي وو چې ملاعمر په پاکستان کې دی. رباني کر دا هم نه دي ويلي چې آيا پاکستان به افغان چارواکي د دوی سره بندي د ملاعمر مرستيال ملاعبدالغني برادر ته لاس رسی ورکړي او که نه!؟
XS
SM
MD
LG