د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نسخو سوځول له قصدا نه دي شوي.جنرال الن


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو کمندان جنرال جون الن
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو کمندان جنرال جون الن
له اې پي خبري اژانس سره د نوم نه ښودلو په شرط د لویدیځ یوه چارواکي ویلي چې د افغانستان په یوه پوځي اډه کې په یوه انبار کې د د مذهبي کتابونو سوځول شوې نسخې دورڅېرمه حراستخانې له کتابتونه راوړل شوې وې چې په خبره یې د افرطایانو لخوا پیغامونه پرې لیکل شوي وو.

پوځي چارواکي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې د پروان حراستي مرکز کې د قران کریم او نورو اسلامي کتابچو پر پاڼو افراطیانو خپل پیغامونه یو بل ته رسول.

د پروان حراستي مرکز د کابل شمال پلو له پیاوړي امریکايي د باګرام هوايي اډې سره جوخت موقعیت لري چېري چې تر ۲۰۰۰ زیات قهرېدلو مظاهره چیانو د ېپښې پر ضد احتجاج وکړ.

د اژانس په قول دغه پېښې د بهرنیو پر ضد احساسات راوپارل چې په افغانستان کې له تېرې یوې لسیزې وروسته واردمخه اوج ته رسېدلي دي. دې پېښې د افغانانو هغه دلایل نورروښانه کړل چې ادعا کوي بهرني سرتېري د دوی کلتور اومذهب ته درنښت نه لري.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د قران کریم د سوځولو په اړه له افغان حکومت او افغانانو بخښنه وغوښته.هغه وویل چې په ناقصدي توګه کتابونه عسکرو ته د سوځولو لپاره ورکړل شوي ول.

جنرال الن د ناټو له ټي وي سره په خبرو کې وویل:((دا یوه تېروتنه وه.دا یوه غلطي وه. کله چې موږ پرې خبر شو نو سمدستي مو مداخله وکړه او و مودروله.))

جنرال الن وویل:((موږ د دې پیښې په اړه پلټنه کوو چې ولې ددغه موادو د ضایع کېدو فیصله شوې وه. او دا یوه قصدی پیښه نه وه.))

په یوه اعلامییه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پېښې غندنه وکړه او یوې ویل چې د پېښې پلټنو لپاره یې یو پلاوی ګمارلی دی.
XS
SM
MD
LG