د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او م.م د سیلاو ځپلو سر د مرستې اپیل


په پاکستان کې په ۲۰۱۰م او ۲۰۱۱م کال کې سیلاونو لوی تاونونه اړولي وو
په پاکستان کې په ۲۰۱۰م او ۲۰۱۱م کال کې سیلاونو لوی تاونونه اړولي وو
سرچینه: اې پي

ژباړه : احمدشاه – مشال راډيو - پراګ

پاکستان او ملګرو ملتونو يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې او مرستندويه ادارو خواست کړی چې په پاکستان کې د لکونو سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي چي دا ډول هغوی يو ځل بيا خپل ژوند د پخوا په شان پېل کړي.

پاکستان او ملګرو ملتونو د نهي په ورځ د ۴۴۰ ملينه ډالرو خواست وکړی چي موخه يې د هيواد په سند او بلوچستان صوبو کي د سېلاب ځپلو لپاره د خوراک او پاکو اوبو برابرول، د کورونو جوړول او او د نورو بنيادي آسانتياوو ورکول دي.

په پاکستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغاړي کونکي ټيمو پکالا په اسلام آباد کي يوې خبري غونډې ته وويل چي دغه مرستې د ۲۱۵ پروژو لپاره غوښتل شوي دي. نوموړي زياته کړه، بېړنی حالت اوس هم دوام لري. که څه هم اوبه درېدلي دي خو بيا هم ځپل شوي کسان هڅه کوي چي خپل ورځنی ژوند يو ځل بيا پېل کړي.

بلخوا نړيوالو خيريه ادارو تېره اونۍ خبرداری ورکړی چې لږ تر لږه ۲۵ لکه کسان د خوراک، پاکو اوبو، د استوګنې د ځای او د نورو طبي آسانتياوو له نيشتوالي سره مخامخ دي چي له امله يې د خوار ځواکۍ، ناروغيو او بې وزلۍ خطره زياتېدای شي.

په پاکستان کي سېلابونو ګڼ شمېر فصلونه وران کړل او په لکونو کرونده ګر د بيا رغونې هڅه کوي خو د څلورمې برخې له کروند ګرو څخه د د تېر کال د کرهنې موسم تېر شو. د دوی له وينا سره سم د دوی مځکې تر سېلابونو لاندي وې يا يې مرستې ترلاسه نکړې.

تېر کال د مرستندويه ادارو لخوا د سېلابي آفت د مخنيوي لپاره ډيري لږي مرستې وشوې. ملګرو ملتونو د تېر سپټمبر په مياشت کي د ۳۵۷ ملينه ډالرو مرستې خواست وکړی خو يوازي ۴۷ فيصده برخه مرستې يې تر لاسه کړې.

څو اونۍ وړاندي نړيوالو مرستندويه ادارو پاکستان په دې تورن کړی چې د راتلونکو آفتونو د مخنيوي او د پشکال بارانونو د تياري لپاره يې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي خو د پاکستان د آفتونو د مخنيوي اداره وايي چې دوی له ډول آفتونو د مخنيوي لپاره تياری نيسي.
XS
SM
MD
LG